د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت په کابل کې د داعش اړوند یوه شبکه نیولې


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې په کابل ښار کې یې د داعش اړوند یوه څلور کسیزه شبکه نیولې ده.

له دغه ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دا شبکه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې نیول شوې ده.

د بیان له مخې نیول شوي کسان، شفیع‌الله، محمد رحیم، منظورالدین او جاوید نومیږي، چې د ټکسي چلونکو په جامه کې یې د وسلو او مهماتو په ساتنې او انتقالولو، د افرادو په جلب او جذب او له کابل څخه ولایتونو ته د داعش ډلې د غړو په انتقالولو کې فعاله ونډه درلوده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په داسې حال کې د داعش ډلې د شبکې د نیولو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې دغې ډلې په کابل ښار کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، دغې شبکې د کابل ښار په قرغې سیمه کې یو پټن‌ځای هم درلود.

په بیان کې راغلي، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو له دغه پټن‌ځای څخه وسلې، مهمات او چاودیدونکي مواد کشف او ضبط کړي دي.

XS
SM
MD
LG