د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگري ١،٦ میلیاردو ته راټیټه شوې


جمهور رئیس غني هم ویلي دي چې د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه نيم په نيمه کمه شوې ده
جمهور رئیس غني هم ویلي دي چې د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه نيم په نيمه کمه شوې ده

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جنید اسماعيل مکده، وایي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۱،۶ میلیاردو ډالرو ته راټيټه شوې او د دواړو هیوادونو سوداګر د چمن او تورخم په پوله د چين ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي-پیک) له اسانتیاو نه خبر ندي.

ښاغلي مکده د جمعې په ورځ وویل چې د چابهار بندر د لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري به پاک ـ افغان ټرانزیټ نور هم کم کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خوني مرستیال انجينر داروخان د امریکا غږ ډيوه رادیو ته ویلي چې د پاکستان او افغانستان سوداګري ختمېدی نشي ځکه چې د هغه په وینا "د دواړو هېوادونو دپاره د يو بل بازارونه تر ټولو نږدې دي، خو د دواړو د لرې والي ګټې ايران ته رسيږي".

ښاغلی دارو خان وایي په دغو حالاتو کې افغانستان ته زيات تاوان نشته، ګټه او تاوان د پاکستان او ايران دي. د هغه په وینا هر یو هیواد چې افغانستان ته ډېرې اسانتیاوې ورکوي، افغانستان به هلته ځي "خو افغان سوداګر لومړی والی پاکستان ته ورکوي، بايد پاکستان ښې اسانتياوې ورکړي، ځکه دې سره به د دواړو هیوادونو سوداګري ښه شي".

جنید مکده ادعا کوي چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ حجم ۷،۵ میلیارده ډالرو ته رسیده او په پاکستان کې د يو لک پورې کسانو ته د روزګار زمينه هم برابریده چې د هغه په وینا "پکار ده چې سوداګري او سياست سره بيل وساتل شي".

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په وینا د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه سوداګري د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۲،۵ میلیاردو ته رسیدلې وه.

د سوداګرو په وینا د پاکستان او افغانستان د سياسي کړکېچ نه هند ګټه پورته کړه او افغان سوداګرو ته يې د چابهار د لارې اسانتياوې برابرې کړې چې په نتیجه کې د افغانستان سره د پاکستان سوداګري راکمه شوه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې ویلي چې د پاکستان سره یې د سوداګرۍ کچه نيم په نيمه کمه شوې ده.

له بلې خوا د سه شنبې په ورځ د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنو چارو وزيرانو د ليدنې په مهال د چين د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د سي-پېک په پروژه کې به د افغانستان په شاملولو غور وکړي.

ښاغلي مکده، وایي د پاکستان او افغانستان په ټرانزټ کې بوخت سوداګر د سي پېک په اړوند هيڅ مالومات نه لري چې د دغه پروژې په نتیجه کې به دوي ته هم اسانتياوې برابرې شي.

XS
SM
MD
LG