د لاس رسي وړ اتصالات

پر تورخم سوداګریزه راشه-درشه ولي ځنډیږي؟


سوداگر وایي دا مهال په تورخم کې افغان اړخ ته د څو ورځو راهیسې د ترکاریو او میوو په گډون تقریبا ۴٠٠٠ په مالونو بار گاډي ولاړ دي
سوداگر وایي دا مهال په تورخم کې افغان اړخ ته د څو ورځو راهیسې د ترکاریو او میوو په گډون تقریبا ۴٠٠٠ په مالونو بار گاډي ولاړ دي

ترانسپورتي شرکتونه وایي په تورخم بندر د پاکستاني ملیشو د ورو او سستې تالاشۍ له وجې نژدې ٨٠٠٠ تشې او ډکې لارۍ افغان اړخ کې ایسارې دي.

سوداگر او د ترانسپورتي شرکتونو خاوندان وایي ددغو لاریو د تم کیدو له وجې دوی ته زیات تاوانونه اوښتي دي او دغه حالت د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداگري هم متاثره کړې ده.

د اپریل په یوویشتمه نژدې له پنځو اونیو تړل کیدو نه وروسته د پولې له پرانستو سره سم د پاکستان له اړخه د سرحد د مدیریت نوې اعلان شوې پالیسي هم په جدیت سره پلې شوه، چې له مخې یې ټول افغانان د پاکستاني ویزې اخیستلو ته اړ کړای شول او تر څنگ یې پاکستانیانو باندې هم د شناختي کارت پر ځای د پاسپورت د لرلو شرط کیښودل شو.

د امریکا غږ خبریال وایي ددې سره جوخت پاکستاني ملیشه کسانو د افغانستان له اړخه پاکستان ته د تلونکو ډکو او تشو لاریو او موټرو سخته تالاشي پیل کړه چې له وجې یې پاکستان ته د داخلیدونکو گاډو شمیره تر ډیره حده کمه شوه. د ترانسپورتي شرکتونو په وینا دا مهال د افغانستان اړخ ته په تورخم کې نژدې ٨٠٠٠ ډک او تش تجارتي گاډي ولاړ او پاکستان ته د ننوتلو په انتظار دي.

دوی دا هم وایي چې د افغانستان اړخ ته د اوږدې ایسارتیا له وجې د افغانستان گمرک او امنیتي چارواکو د ترانسپورتونو نه د هر یو گاډي په سر د اوه زره افغانیو اخیستل هم پیل کړي دي چې دا هم د ترانسپورت په خاوندانو اضافي لگښت دی.

په تورخم کې د ځایي ترانسپورتونو د ټولنې مشر حاجي عظیم الله وایي د پاکستاني ملیشو تالاشۍ د دوی کار وبار خورا خراب کړی دی. هغه وایي پخوا به دغه لارې په میاشت کې درې څلور ځله تللې، خو اوس یو وار هم مالونه نشي وړای او دا ځکه چې د هغه په ونیا ډریوران او عمله ویزو ته اړتیا لري او ورسره تالاشي هم زیات وخت نیسي چې دا ټول د اوږد ځنډ او گڼې گونې سبب کیږي.

د پاکستان د حکومتي شمیرو له مخې د فبرورۍ په میاشت کې د تورخم د پولې له تړل کیدو نه دمخه به د ورځې نژدې ٥٠٠ تشې او ډکې تجارتي لارۍ د افغانستان نه پاکستان ته داخلیدلې، خو د چارواکو په وینا اوس دغه شمیر ٢٠٠ موټرو ته راټیټه شوی دی. د هغوی په وینا په وجه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداگري او په ځانگړې توگه د افغان محصولاتو صادرات خورا متاثر شوي دي.

د ځايي سوداگرو په وینا دا مهال په تورخم کې افغان اړخ ته د تیرو څو ورځو راهیسې د ترکاریو او میوو په گډون تقریبا ۴٠٠٠ په مالونو بار گاډي ولاړ دي چې لامل یې د پاکستان خواته د تالاشۍ ورو عمل گڼل شوی دی.

XS
SM
MD
LG