د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د آسیې د بخښلو د پرېکړې ضد مظاهرې شوې


آسیه بي بي د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورنه وه
آسیه بي بي د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورنه وه

د پاکستان عالي محکمې مسیحۍ آسیې بي بي ته د مرګ اورول شوې سزا لغوه کړه.

د دغې پرېکړې پر ضد په پاکستان کې مظاهرې شوي.

د پاکستان عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۳۱) آسیه بي بي ته د مرګ اورول شوې سزا ختمه کړه. د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۰۹ کې هغه د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په مرګ محکومه کړه.

د پاکستان په قانون کې د اسلام او پیغمبر ته د سپکوونکو سزا مرک ټاکل شوی دی. په اسلام اباد کې د محکمې له دغه اعلان وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو او ښارونو کې د ځینو اسلامپالو ګوندونو او ډلو پلویانو مظاهرې وکړې او دا پرېکړه یې وغندله.

د آسیې بي بي د بخښلو د پرېکړې ضد مظاهرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:10 0:00

د پاکستان سترې محکمې ټولو رسنیو ته ویلي وو چې پر دغې قضیې د نهايي فیصلې پورې باید بحث او خبرې ونکړي. محکمې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۳۱) هغه وبخښله.

آسیه بي بي په کال ۲۰۰۹ کې یوې بلې ښځې سره دجګړې پرمهال د مسلمانانو د پیغمبر "په شان کي ګستاخي کړی وه" چي بیا ورته د مرګ سزا واورول شوه.

پېښور په ښار کې هم د دغې پرېکړې پر ضد مظاهره شوې.

آسیه بي بي د بخښلو پر ضد مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:05 0:00

د سزا په خلاف آسیه بي بي په کال ۲۰۱۴ کې د لاهورعالي محکمې ته اپیل وکړ. په کال ۲۰۱۱کې له همدې قضیې سره تړلی د پنجاب د هغه وخت والي سلمان تاثیر د خپل ساتونکی ممتاز قادري له خوا ووژل شوی و.

سلمان تاثیر تر خپل وژکیدو مخکې په زندان کې آسیه بي بي سره ملاقات کړی و او د خپلې خواخوږي څرګندونه یی هم ورسره ښکاره کړی وه.

XS
SM
MD
LG