د لاس رسي وړ اتصالات

پر کونړ د پاکستان توغندیزو بریدونو پنځه کسان ټپي کړي


کونړ
کونړ

چارواکي وايي له تېرې شپې راهیسې د کونړ پر دانګام او سرکاڼو ولسوالیو باندې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې نه ۱۸۵ توغندي ویشتل شوي چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور کسان زخمیان شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ ته وویل:" ۱۸۰ توغندي تېره شپه د دانګام ولسوالۍ په زوړ برول، سور کمر، کچلی او یو شمېر نورو سیمو لګېدلي چې له امله یې یوه ښځه، دهغې خاوند او دوه اولادونه یې پکې زخمیان شوي دي".

نوموړی وايي چې دغه توغندي پاکستاني نظامیانو ویشتلي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو هم پنځه توغندي لیګېدلي خو زیان نه لري.

د کونړ د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک وايي چې د دانګام له ولسوالۍ نه د وروړل شویو زخمیان روغتیايي حالت ښه دی.

د دانګام ولسوالۍ یو اوسېدونکي نثار امریکا غږ ته وویل چې پخوا به پاکستانیو نظامیانو په شاړو سیمو توغندي وشتل خو اوس یې د کلیو او بانډو ویشتل پیل کړي او که مخنیو یې ونه شي نو ډېر خلک به ووژل شي او کډې به وکړي.

پر کونړ د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې نه د کېدونکو بریدونو دا څو کلونه وشول، پاکستان په وار وار ویلي چې سرحد ته څېرمه د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په نښه کوي، خو افغان حکومت وايي پاکستاني پوځیان راسآ د ولسي خلکو کورونه نښه کوي.

XS
SM
MD
LG