د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ملا فضل‌الله د وژلو له امله له افغانستان څخه مننه کړې


د پاکستان ولسمشر ممنون حُسین په تاجکستان کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل‌الله په وژلو کې د افغانستان د فعالې ونډې له امله مننه کوي.

د افغانستان له اجرائیه ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله د چهارشنبې په ورځ (غبرګولي ۳۰) د تاجکستان په پلازمینه کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حُسین سره د تروریزم پر ضد مبارزې او سیمه‌ییز ټيکاو پر سر خبرې کړې دي.

د بیان له مخې، ښاغلي ممنون حُسین ویلي، چې افغان حکومت د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل‌الله په وژلو کې فعال رول درلود.

افغان او امریکايي چارواکو د غبرګولي په ۲۳ د ملا فضل‌الله وژل تائید کړل او وې ویل، چې نوموړی په کنړ ولایت کې د بې‌پیلوټه طیارې په برید کې وژل شوی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله ویلي، چې افغانستان له استثنا پرته د تروریستي ډلو پر ضد مبارزه کوي او له دې وړاندې یې هم د پاکستاني طالبانو مشران په نښه کړي دي.

دغه راز دواړو افغان او پاکستاني چارواکو د لیدنې پر مهال، د کابل ـ اسلام‌آباد ترمنځ د نږدې همکاریو پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ممنون حُسین ویلي "د پاکستان او افغانستان د سولې او پیوستون د عمل د ګډ پلان تطبیقول،په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګولو او د اړیکو د ښه‌والي په برخه کې، له دواړو هیوادونو سره مرسته کولی شي".

ښاغلي عبدالله د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ وروستیو اړیکو ته په اشارې هیله ښودلې، چې د سولې د ټینګښت او له تروریزم سره د ګډې مبارزې لپاره دواړه خواوې باید د "افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون د عمل ګډ پلان" پر بنسټ اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس د کابل – اسلام‌آباد ترمنځ د اعتماد جوړولو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو پرسر ټینګار کړی او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د طالب مشرانو او جنګیالیو پر ضد "عملي او قاطع" اقدامات ترسره کړي.

دغو افغان او پاکستاني چارواکو په داسې حال کې په تاجکستان کې لیدنه کړې، چې تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو جیګپوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ.

د ریپوټو له مخې دغه افغان پلاوي د خپل لنډ سفر پرمهال د پاکستان د استخباراتو له مشر سره لیدلي دي.

د دغې لیدنې پر مهال د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو جزئیات تر اوسه څرګند شوي نه دي. یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ آشنا ته وویل، چې افغان پلاوی په اسلام‌آباد کې له لنډې دمې وروسته ازبکستان ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG