د لاس رسي وړ اتصالات

غني: نه غواړو چې بیرته انزوا ته لاړ شو


د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني وایي،چې اوسمهال د سولې لپاره امکانات له بل هر وخت څخه برابر دي.

جمهور ریس غني چې د پنجشنبې پر ورځ (وږي/سنبلې ۲۲) د شهید اونۍ په مناسبت یې د جګړې د شهیدانو د کورنیو او یو شمیر ځوانانو په منځ کې خبرې کولې وویل، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتیژي هغه ستراتیژي ده، چې د افغانستان خلکو د څلویښتو کلونو لپاره غوښتله تر څو د افغانستان ثبات په سولیزه توګه تضمین شي.

جمهور ریس غني وویل،اوسنې جګړه سیمیزه او نړیواله جګړه ده او د تیرو څلویښتو کلونو کړکیچ به پای ته ورسیږي ځکه نړیواله اجماع او په ترهګرو او ملاتړو یې په بې ساري ډول فشار موجود دی.

جمهور ریس غني وویل اوس مهال چې نیږدې دی سولې ته ورسیږو آیا غواړئ ځان په خپله په انزوا کې واچوئ.

جمهور ریس وویل"د سولې امکانات له بل هر وخت څخه بهتر دي، د جنګ ماهیت تغیر کړی او د افغانستان امنیتي ځواکونو وښوده چې د پرمختللو او بهرني قواوو ځای یې ونیوه او دخدای په فضل د دوې قوت ډیریږي.نو پوښتنه داده چې آیا غواړئ چې په هغه وخت کې چې نیږدې ده سولې ته ورسیږو ځان په انزوا کې خپله واچوو دوهم بدیل مو څه دی له نړۍ غواړئ چې بیا سل زره عسکر راولیږي او څوک دا غواړي زه واضح غواړم".

جمهور ریس غني همدارنګه وویل، چې یو شمیر کسان غواړي، چې په سیمه کې د افغانستان ارتباطات کوم چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوي دي له منځه یوسي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې نه غواړي دغه ارتباطات د احساساتو له امله له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG