د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د طالبانو او افغان سیاستوالو د کوربه توب خبر رد کړ


په مسکو کې د طالب استازو په گډون د افغانستان د سولې لومړۍ غونډه
په مسکو کې د طالب استازو په گډون د افغانستان د سولې لومړۍ غونډه

په کابل کې د روسیې سفارت هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې په مسکو کې د طالبانو د استازو او د یو شمیر افغان سیاستوالو غونډه جوړوي.

پدې وروستیو ورځو کې د رویترز اژانس رپوټونه خپاره کړي وو چې روسي مقاماتو طالبانو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان د سولې په هکله د مسکو په دوهمه غونډه کې گډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ ددې رپوټ په غبرگون کې ویلي وو چې د افغانستان د دولت استازي به پدې غونډه کې گډون ونکړي.

خو اوس په کابل کې د روسیې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه ناسته په روسیه کې د میشتو یو شمیر افغانانو په نوښت کیږي او د روسیې دولت د هغې په جوړولو کې هیڅ رول نلري.

په اعلامیه کې راغلي دي چې پدغه غونډه کې د روسیې د دولت هیڅ یو مقام او نه هم د نورو هیوادونو استازي برخه اخلي.

په مسکو کې ددغې غونډې په هکله د رویترز اژانش رپوټونو په کابل کې یو لړ غبرگونونه پارولي وو. یو شمیر څیړونکو دغه موضوع د افغانستان د دولت د څنډې کولو په معنی گڼلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم تیره ورځ وویل چې که روسیه غواړي چې د افغانستان د سولې سره مرسته وکړي باید د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG