د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لاره د زیاتې واورې ورېدو له امله وتړل شوه


د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې مسولینو د زیاتې واورې ورېدو او د واورې د خوېدو له امله د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی او ویلي دي چې ښايي دغه لاره تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو تړلې پاتې شي.

د دغې ادارې رئیس ضمیر عمرخیل د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱مه (کب ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې د سالنګ لاره د تېرې شپې راهیسې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او اوس هم په سیمه کې سخته واوره ورېږي.

ښاغلي عمرخیل زیاته کړه چې په سالنګ کې ایسار شوي ټول مسافر تېره شپه ژغورل شوي او امنو سیمو ته انتقال شوي دي.

هغه وویل چې د سالنګونو په دواړو خواو کې په اوو سیمو کې واورې خوېدلي او ښايي په دې مسیر کې د واورې خوېدو نورې پېښې هم رامنځ ته شي.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت د رئيس پر وینا د واورې خوېدو د ګواښ له امله د لارې د پاکولو چارې هم ودرول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت نږدې یو نیم متر او په جنوبي سالنګ کې ۷۰ سانتي مترو ته رسېږي.

ښاغلي عمرخیل وویل: "ښايي (د واورو) نورې زیرمې هم راکېوزي او نورې واورې هم راوخوېږي او د واورې خوېدنې ګواښونه شته دي او د تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره موږ لاره تړلې ده".

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې پر وینا د هواپېژندې ادارې اټکل ښيي چې په دې سیمه کې به د واورو ورېدل او توپانونه تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي.

د سالنګ لویه لاره د افغانستان مرکز او نور ولایتونه له شمالي او شمال ختیځو ولایتونه سره نښلوي او دا درېیم ځل دی چې په سږني ژمې کې دغه لاره په موقت ډول د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

XS
SM
MD
LG