د لاس رسي وړ اتصالات

د سمنګان پخوانی والي: حکومت زما د لرې کولو صلاحیت نه‌لري


د شپږو ولایتونو د والیانو له ګوښه کولو وروسته، د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام د حکومت د فرمان په غبرګون کې ویلي، چې حکومت د هغه د ګوښه کولو صلاحیت نه‌لري.

د سمنګان ګوښه شوي والي د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز ایبک کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال، د حکومت دغه پریکړه یوه اړخیزه وبلله او وې یل، چې دی له جمعیت ګوند سره د هوکړې پر بنسټ، د ترکمنانو له قوم څخه د والي په توګه ګومارل شوی دی.

هغه وویل "حکومت باید د ټولو قومونو او خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي او باید په یو اړخیز ډول قضاوت و نه کړي، موږ د بغاوت نیت نه لرو او پریکړې باید په یو اړخیزه توګه ترسره نه شي".

د بلخ له ګوښه شوي والي عطا محمد نور وروسته دا د افغانستان په شمال کې دویم والي دی، چې د ګوښه کیدو په اړه یې د حکومت له فرمان سره مخالفت څرګند کړی دی.

د سمنګان ګوښه شوي والي عبدالکریم خدام ټینګار کړی، تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکوي، چې په اړه یې د جمعیت ګوند او د ترکمن قوم شورا پریکړه نه وي کړې.

هغه خبرداری ورکړی، چې د سمنګان د خلکو د غوښتنې پر بنسټ خپلې دندې ته دوام ورکوي او په دې تړاو به د حکومت د پریکړې عملي کیدل، حالت لاپسې خراب کړي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې چارواکي وايي، چې په ادارو کې بدلون یو اصل دی او هیڅ دولتي څوکۍ دایمې نه وي، خو د بلخ او سمنګان ولایتونو په اړه د حکومت د مشرانو ترمنځ سلامشورې دوام لري.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده امریکا غږ آشنا ته وویل "دا غبرګونونه طبیعي دي، په ځینو ځایونو کې خلک او په ځینو ځایونو کې مسئولین بدلون نه مني، خو څه چې زموږ لپاره مهمه دي، هغه د خلکو خیر دی، د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره هغه اداره ده چې د ولسمشر فرمانونه تطبیقوي او لا هم د بلخ او سمنګان د مسلو د حل لپاره سلامشورې دوام لري".

تیره ورځ د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې په یو بیان کې، د لوګر، ارزګان، لغمان، سمنګان، کندز او میدان‌وردګو پخواني والیان له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي کسان وګومارل.

XS
SM
MD
LG