د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو چارو وزارت: افغان حکومت د مسکو غونډه کې ګډون نه کوي


تر دې مخکې هم مسکو د سولې یوه غونډه جوړه کړې وه
تر دې مخکې هم مسکو د سولې یوه غونډه جوړه کړې وه

رویټرز خبري آژانس د روسي چارواکو له قوله لیکلي چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه راتلونکې سه شنبه «فبروري ۵» کې جوړېږي.

دغه اژانس وایي غونډې ته د طالبانو د استازي او د افغان حکومت ځينې مهم سیاستوال هم وربلل شوي دي او افغان حکومت له پامه غورځول شوی دی.

امریکایي چارواکو وار له مخه د روسیې دغه هڅه "ورانکاري" بللې.

یوه روسي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې طالب استازي او مهم افغان سیاستوال به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي، او زیاته کړې ده چې دا به ښه وي چې افغان چارواکي په دغې غونډه کې ګډون ونه‌کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي‌ د جمعې په ورځ د «سلواغې پر ۱۲مه» امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د مسکو د راروانې ناستې په اړه لا له وړاندې خپلې ارزونې بشپړې کړي او په دغه ناسته کې ګډن نه کوي.

ښاغلي احمدي وویل چې د مسکو د غونډې په اړه د افغان حکومت دریځ له وړاندې نه روښانه و ښاغلي‌ احمدي وویل: "یوازینی کار چې روسانو کولای شو چې وکړي‌ دا دی چې د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي، له هغې پرته دغه ناسته په دغه چوکاټ کې د افغانستان له سولې سره مرسته نه کوي او ټاکل شوې نه ده چې موږ پکې ګډون وکړو."

ښاغلي احمدي وویل چې روسیې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر په رسمیت پيژندلی او د افغان حکومت تمه هم داده چې دغه ملاتړ ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال په کابل کې یوې معتبري سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دغه غونډه د مسکو د تېرې غونډې فارمټ نه دی، بلکې په روسیه کې د افغان کډوالو د ټولنې لخوا جوړېږي چې طالب استازي او د افغانستان د سیاسي حزبونو غړي پکې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې په کابل کې د روسیې سفیر د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره کتلي، خو تر دا مهاله د دواړو لورو د لیدنې جرئیان نه دي روښانه شوي.

خو د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري بیا د یادې غونډې په اړه امریکا غږ ته وویل:"هره هغه اقدام او یا حرکت چې مشري یې د افغانانو لخوا کېږي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي موږ یې هرکلی کو."

د امریکا ترڅنګ روسیه هم غواړي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ونډه ولري او دا به دویم ځل وي چې مسکو د طالب استازو په ګډون د سولې په هکله غونډه جوړوي.

تردې مخکې د روان کال د ( لړم ۱۸) په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان د سولې د عالي شورا او وسله والو طالبانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شوې وه.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړیږي چې تیره اونۍ په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو ترمنځ څلورمه غونډه وشوه چې پکې له افغانستان د بهرنیو سرتیرو پر وتلو او نړۍ ته له افغانستان نه ګواښ نه پیښولو خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG