د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو څار ډله: د اسامه بن لادن زوی افغانستان ته تللی  


عکس(ارشیف) د القاعده شبکې غړي
عکس(ارشیف) د القاعده شبکې غړي

د ملګرو ملتونو د څار ډلې په تازه راپور کې ویل شوي‌ دي چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن زوی څو میاشتې مخکې افغانستان ته تللی او هلته یې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د اسامه زوی عبدالله بن لادن د ۲۰۲۱ د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ملاقات لپاره، افغانستان ته تللی و. اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ د سپتمبر په میاشت کې په امریکا کې په ترهګریزو بریدونو تورن و چې د امریکا په مشرۍ یې نړیوال په افغانستان کې د ترهګرۍ سره په جګړې کې دخیل کړل.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کابل او ارک ته داخل شول. د عبدالله بن لادن د دغه سفر په اړه ډېرو نور جزیات خپاره شوي ‌نه دي. دا راپور هغه اندېښنې رادبره کوي چې وایي د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د «بهرنیو ترهګرو فعالیت زیات» شوی دی.

د ملګرو ملتونو د څار ډلې په خپل راپور کې هم ویلي دي چې افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په هغه هیواد کې د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په افغانستان کې نوي حکومت د بهرنیو ډلو د فعالیت مخنیوي په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

په راپور کې د اندېښنې په ښودلو سره ویل شوي چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې د غړو شمېر له ۲۲۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ څخه هم زیات شوی چې د راپور په اساس تر نیمايي زیات یې بهرنيان دي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او په خبره یې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي او له نورو هم ورته تمه لري.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې وروستی راپور چې پکې ادعا شوې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی په کلکه ردوي. اسلامي امارت دغه ډول بې بنسټه راپورونه چې هیڅ ډول شواهد، اسناد او مدارک پکې شتون لري د افغانستان سیمې او نړۍ په خیر او ګټه نه بولي."

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې «اسلامي امارت» به د یو مسؤل نظام په توګه له شته امکاناتو څخه په استفادې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن او ثبات لپاره مثبت رول ولوبوي او تمه یې ښودلې چې د امنیت شورا په ګډون نور اړخونه هم دا حقایق درک او مسؤلانه څرګندونې وکړي.

XS
SM
MD
LG