د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان-ترک لیسو مدیریت د ترکیې حکومت ته وسپارل شو


د افغانستان او ترکیې د پوهنې وزارتونو تر منځ د یو تړون له مخې د افغان ترک ښونځیو مدیریت، چې له دې مخکې د چاغ ایجوکیشنل په نوم یوې انجیو پر غاړه وو، د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارل شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست ابراهیم شینواري وویل ددې انتقال موخه د یادو ښونځیو د کمیت او کیفیت لوړول دي.

ښاغلي شینواري وویل د شوي تړون له مخې د ترکیې حکومت ژمن دی چې په راتلونکو لسو کلونو کې دغه ښونځي اته ویشتو ته زیات کړي.

هغه وویل"له دې نه وروسته به په عاجل ډول د ښونځیو شمیر اته ویشتو ته زیاتیږي او د زدکونکو شمیر چې اوس اته زره خواوشا ده دا به اته ویشت زرو ته زیاتیږي لس فیصدو متعلمینو ته به چې د شهیدانو او د افغانستان په لار کې د معلولینو اولادونه دي دوې ته به وړیا زدکړې برابریږي او همدارنګه د ښونځیو شپیته فیصده به د لیلیې خدمات عرضه کړي چې له ولسوالیو څخه راغلي ماشومانو ته به پکې زمینه برابره شي لس د تخنیکي او مسلکي زدکړو ښونځي به جوړیږي او همدارنګه د نجونو لپاره به د حرفوي او مسلکي زدکړو زمینه جوړیږي".

همدارنګه د ترکیې د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې دوې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د افغان ترک ښونځیو مسولیت دې ترکیې دولت ته وسپاري.

د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت ایلماز وویل د ترکیې هیواد به هغه کسان له دغه ښونځي څخه لیرې کړي چې له امله یې د افغانستان او ترکیې دوستي خرابوي.

ښاغلي ایلماز وویل"موږ به هغوې ته فرصت ورنکړو چې د ترکیې او افغانستان پخوانۍ ملګرتیا خرابه کړي".

په همدې حال کې د دغو ښونځیو د زدکونکو کورنۍ دغه پریکړه نه مني.

دوې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې نن به د دغې پریکړې په خلاف د اعتراض خیمه د هلکانو په اریانا افغان ترک لیسه کې ولګوي.

د افغانستان په اوو ولایتونو کې د افغان - ترک ۱۴ ښوونځي فعاله دي، چې په کې اته زره افغان زده کوونکي زده کړې کوي.

په دغو ښوونځیو کې ۱۶۰ ترکي استادان درس ورکوي.

له دې وړاندې ترکي چارواکو تور لګولی وو، چې دا افغان – ترک ښوونځي په امریکا کې د میشت ترکي فراري فتح الله ګولن دي. ښاغلی ګولن په ترکیې کې د ۲۰۱۶ کال په پوځي کودتا کې په لاس لرلو هم تورن دی، خو هغه دا تورونه نه مني.

ترکیې له امریکا د فتح‌الله ګولن د ورسپارلو غوښتنه کړې، خو امریکا وايي چې په کودتا کې د هغه د لاس لرلو په تړاو قوي اسناد نشته.

XS
SM
MD
LG