د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د میلیونونو میندو او ماشومانو د روغتیا په اړه د یونیسف اندېښنه


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي، د کروناویروس د پراخېدو له امله روغتیايي سیستمونه تر فشار لاندې راغلي او دا مسله د میلیونونو اومیدوارو میندو او هغو ماشومانو پر روغتیا ناوړې اغیزې لري چې د کوید نولس په پېر کې نړۍ ته راځي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د کروناویروس د خپرېدو پر مهال به ۱۱۶ میلیونه ماشومان نړۍ ته راشي او له دې شمېرې ۲۹ میلیونه به یوازې د جنوبي آسیا په هېوادونو کې زیږول کېږي.

یونیسف په یو راپور کې ویلي: "دا ماشومان به د کروناویروس له خپرېدو څخه ۴۰اونۍ وروسته دې نړۍ ته سترګې پرانيزي چې په اوس وخت کې یې په ټوله نړۍ کې پر روغتيايي سيستمونو او د طبي وسايلو او زنجيري موادو وړاندې کولو باندې فشار وارد کړی دی او د ميندو و نويو زېږېدلو ماشومانو د روغتيا په اړه د اندېښنو لامل شوي دي".

د یونیسف د اټکل له مخې د کروناویروس د خپرېدو له اعلان څخه شاوخوا ۹ مياشتې وروسته په سویلي آسیا کې د ۲۹ ميليونه نویو زېږېدونکو ماشومانو له شمېرې ۲۰ میلیونه یې په هند، پنځه میلیونه په پاکستان، ۴.۲ میلیونه په بنګله دیش او یو میلیون په افغانستان کې نړۍ ته راشي.

یونیسف په جنوبي آسیا کې د زیږونونو لوړې شمېرې ته په اشارې ویلي: "په سويلي آسيا کې د کويډ۱۹ د چټکې خپرېدو له امله او د نړيوالو محدوديتونو لکه پر تګ راتګ بنديز؛ په روغتيايي مرکزونو کې د خدمتونو پر وړاندې کولو باندې له حده ډېر فشار؛ د موادو او تجهيزاتو او د ماهرو قابله ګانو کموالی... به ميندې او نوي زېږېدلي ماشومان له سختو حالاتو سره مخامخ کړي".

ملګرو ملتونو د کروناویروس د مخنیوي لپاره محدودیتونه اړین بللي خو ګواښ یې کړی چې دا محدويتونه به زېږېدنې مراقبتونه مختل کړي او د ميليونونو اميندوارو ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

یونيسف له دولتونو او تمويلوونکو هېوادونو او بنسټونو څخه غوښتي چې د اومیدواور ښځو او نويو زېږېدلو ماشومانو لپاره بیړني روغتيايي خدمات برابر کړي.

د جنوبي آسيا لپاره د يونيسف سيمه ييز مشر جين ګاف ویلي: په سويلي آسيا کې له هغه وضعيت څخه چې د ميليونونو ميندو، پېغلو او نويو زېږېدلو ماشومانو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړی دی، سترګې پټولی نشو. د کويډ۱۹ خپرېدل د دې لامل شوي دي، څو ميندې د دې ناورغۍ باندې د اخته کېدو له ويرې د روغتيايي خدمتونو موندلو څخه ويره ولري".

جین ګاف له روغتيايي کارکوونکو او قابلو څخه پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې کړکیچن حالت کې بايد د اومیدوارو ميندو د خوندي زېږون لپاره او هغه ښځې چې غواړي، د زېږېدنو ترمنځ واټن راولي، ورته لازمې آسانتیاوې برابرې شي.

XS
SM
MD
LG