د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په پروني برید کې د ماشومانو ټپي کېدو ته د یونېسف غبرګون


تیره ورځ په کابل کې د طالبانو د برید له امله له سلو زیات کسان ټپیان شول، چې څه باندې ۵۰ یې ماشومان وو.
تیره ورځ په کابل کې د طالبانو د برید له امله له سلو زیات کسان ټپیان شول، چې څه باندې ۵۰ یې ماشومان وو.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونېسف، تیره ورځ په کابل کې د وسله‌ والو طالبانو برید ته په غبرګون کې ویلي، چې په ښوونځیو او حتی په شاوخوا سیمو کې یې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

د دغې ادارې اجرائیوي مشرې هنریتا فور ویلي، د کابل په "خونړي برید" کې هغه ماشومان، چې خپلې ورځینۍ چارې یې ترسره کولې په ځانګړي ډول د ښوونځیو زده‌کوونکي، خوندي پاتې شوي نه دي.

له دغې ادارې څخه په یو خپور شوي بیان کې د آغلې فور له قوله ویل شوي: "لومړني ریپوټونه ښيي، چې له ۵۰ زیات ماشومان، چې ښوونځی یې هم د دغه برید له امله زیانمن شوی، ټپيان شوي دي. ښوونځي باید د سولې ځای وي".

د یونېسف اجرائیوي مشرې زیاته کړې ده، چې د افغانستان مخ په خرابیدونکی امنیتي وضعیت "د ځوانانو ژوند اخلي او راتلونکی یې تباه کوي".

هغې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کړی او له ښکیلو خواوو څخه یې غوښتي، چې د عملیاتو او بریدونو پر مهال د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د کابل د دوشنبې ورځې په برید کې د ښوونځیو ۵۱ زده‌کوونکي د ښيښو د ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې په دغه برید کې د ۱۱۶ ټپيانو له شمېرې ۸۴ تنه له درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې ټپیان لا هم تر درملنې لاندې دي.

دا برید چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو، په کې څلور تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG