یو امریکايي چارواکي تائید کړې چې د امریکا اردو په هلمند کې د طالبانو په مورچلونو هوايي بریدونه کړي دي.
دغه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دا هوايي بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي د دغو بریدونو د رد یا تائید پرته وویل چې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه د وتلو په بهیر کې تر خپل وسې پورې د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
د پنټاګون ویاند دغه راز وویل چې د تېر کال په پرتله اوس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاته وړتیا لري او اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د عملیاتو رهبري کوي.
په طالبانو باندې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه په داسې حال کې شوي چې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل چې بهرني ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې هیڅ فزیکي حضور نه لري او افغان ځواکونه د هغوی له ملاتړ پرته په خپلواکه توګه نظامي عملیات ترسره کوي.
له څو ورځو راهیسې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او همدا اوس د افغانستان په څو ولایتونو کې د دواړو خواو ترمنځ نښتې روانې دي.