د لاس رسي وړ اتصالات

په وینزویلا کې د "کودتا" هڅه شوې ده


د حکومت مخالف سیاستوال په یو ویدويي پیغام کې له خلکو غوښتي چې د حکومت پر ضد ملي پاڅون وکړي
د حکومت مخالف سیاستوال په یو ویدويي پیغام کې له خلکو غوښتي چې د حکومت پر ضد ملي پاڅون وکړي

د ونزویلا د حکومت د مخالف ګوند مشر هوان ګوایدو د یو ویدويي پیغام له لارې د حکومت پر ضد د ملي پاڅون غږ کړی دی.

هغه د ونزویلا د پلازمینې کاراکاس په یو پوځي هوايي ډګر کې د سرتېرو په منځ کې لیدل کیږي.

په دغې ویدیو کې د حکومت ځینې مخالف مشران له پوځیانو غواړي چې د مادورو نظام ړنګ کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر پمپیو ویلي دي چې امریکا د ونزویلا د خلکو د ازادۍ د هڅو پوره ننګه کوي. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دیموکراسي نشي ماتېداې.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس هم په یو ټویټري پیغام کې لیکلي چې "امریکا د ازادۍ او دموکراسۍ تر پلي کیدو پورې د ویزویلا له خلکو سره ولاړه ده".

اسوشیتدپرس د روسي رسنیو په حواله لیکلي دي چې ښاغلي پوتین په دې اړه له خپل امنیتي ټیم سره ملاقات کړی دی.

د مادورو د حکومت دوو ملاتړ هېوادونو، بولیویا او کیوبا، هغه ته (کودتا) هڅه غندلې ده او د لاتینې امریکا له نورو هېوادونو هم غوښتې چې دا وغندي.

د ونزویلا حکومت ویلي دي چې د (خاینو) نظامیانو د یوې کوچنۍ ډلې د (کودتا) هڅه یې شنډه کړې ده.

امریکا هوان ګوایدو د ونزویلا د رسمي ولسمشر په توګه پېژندلي دی.

XS
SM
MD
LG