د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیو تازه پیښه ثبت شوې


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې، چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍپه باغکه سیمه کې یو دولس میاشتنی هلک په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.

د کندهار ولایت روغتیایې چارواکي وایي، د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په دې ولایت کې د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ پيښو شمېر څلور ته ورسید، چې دا دوی ته د اندیښنې وړه مسله ده.

د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ آنشنا راډیوته وویل، چې د خاکریز ولسوالۍباغکه شاولیکوټ ولسوالۍ ته نږدې سرحدي سیمه ده او له تېر نږدې یو کال راهیسې د دولت د سله والو مخالفینو لخوا د پولیو واکسین پر تطبیق بندیږ لګول شوی دی.

ډاکټر پخلا زیاتوي، چې دغه یو کلن ماشوم یوازې یو ځل د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ واکسین اخیستې دی.

هغه وویل" کله چې ددغه هلک کورنۍ له خاکریز ولسوالۍ څخه د کندهار ښار ته راځي، په لاره کې د واکسین د سیار ټیمونه له خوا ورته واکسین ور کول کیږي، چې یوازې یو ځل واکسین شوی وو".

د افغانستان له روغتیا وزارت سرهنړیوالې همکارې ادارې په کندهار ولایت کې د پولیو د مثبتو پيښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او وایي، چې د افغانستانجنوبې سیمې د پولیو ویروس له جدي ګواښ سره مخا مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف د پولیو د همغږۍ د برخې مسئول سید کمال شاه امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، که چېرې په روان کال کې د دې ناروغۍ مخه ونه نیول شي، نو زیات شمېر ماشومان به پرې اخته شي.

هغه زیاته کړه، چې د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ د مخ نیوي یوازنې د حل لار، هر یو ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي رسول دي.

هغه وویل"د پولیو ویروس د خپریدو مخ نیوی د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د کورنیو ګډې همکارۍ پورې اړه لري، دوی باید په دې برخه کې له روغتیایي ټیمونه سره همکاري وکړي چې تر پنځو کلونو ښکته هر یو ماشوم ته د پولیو ضد واکسین ورسیږي".

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال له پيل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ د مثبتو پيښو شمېر شپږو ته ورسید، چې یوه په ننګرهار، یوه په کنړ او څلور پیښې په کندهار ولایت ثبت شوي دي.

تیر عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ شمېر ۱۴ مثبتې پيښې ثبت شوې وې. افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دي چې لا تراوسه پورې پکې د پولیو ویروس په کې موجود دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG