د لاس رسي وړ اتصالات

تازه هیلې؛ د کروناویروس ازمایشي درملو ښه نتیجه ورکړې


د لومړي ځل لپاره یوې سترې څیړنې ښودلي چې د کروناویروس د درملنې لپاره یو ډول ازمایشي درمل ګټور ثابت شوي دي او د امریکایي مقاماتو په وینا هڅه کیږي چې بیماران ژر تر ژره دغه درملو ته لاس رسی پیدا کړي.

په هغه څیړنه کې چې پر ۱۰۶۳ ناروغانو ترسره شوه، وموندل شول چې د "ریمدیسیویر" په نامه درملو د ناروغانو د درملنې موده ۳۱ فیصده لڼده کړې ده. دغه درمل همداشان ښایي ددغې ناروغۍ په وجه د مړینو شمیر هم راټیټ کړي. خو بیا هم کارپوهان وایي چې د دغو محدودو ترلاسه شویو پایلو په اساس نشي کیدای چې په قطعي ډول حکم وشي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو د څیړنو د انستیتوت رئیس انتوني فوچي وویل: "هغه څه چې ثابت شوي دادي چې یو درمل کولای شي دغه ناروغي ودروي...دا د درملنې لپاره معیار دی او د درملنې هر ډول بله لار باید د ریمدیسویر په وړاندې او یا د هغه سره یوځای وازمایل شي."

ریمدیسیویر د پیچکارۍ له لارې ترزیق کیږي او د انزایمي فعالیت د ګډوډولو سبب کیږي چې ویروس د خپل ځان په څیر د نورو ویروسونو د تولید لپاره ورته اړتیا لري.

ددغه درملو نه د سارس او میرس د ناروغیو د درملنې لپاره چې لامل یې د کروناویروس نور ډولونه دي هم استفاده شوې وه چې په نتیجه کې د ناروغۍ په ابتدایي پړاو کې له عفونت مخنیوی کیږي او د ناروغۍ نښې نښانې او اعراض کمیږي.

اوسمهال د کروناویروس د درملنې لپاره هیڅ درمل ندي تائید شوي او نه هم ددې ناروغۍ د وقایې لپاره کوم درمل شته، که څه هم چې همدا اوس د کووید۱۹ لپاره په لږ تر لږه ۷۰ واکسینونو باندې کار روان دی.

کروناویروس چې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو په چټکۍ سره په وبا واوښت او تر اوسه یې په نړۍ کې ۲۲۸ زره کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG