د لاس رسي وړ اتصالات

په آسترالیا کې یو شارک انسان وواژه


دا په روان کال کې په آسترالیا کې دا ډول درېیمه پېښه ده
دا په روان کال کې په آسترالیا کې دا ډول درېیمه پېښه ده

په آسترالیا کې چارواکي وايي یو لوی کب/شارک پر ۶۰ کلن سړي برید کړی او وژلی یې دی.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ د جون ۷ (غبرګولي۱۷) د آسترالیا په «نیوساوت ویلز» کې شوې ده.

چاروکي وایي شارک له شاه څخه د سرف پر یو شپیته کلن لوبغاړی برید وکړ. سرف یو ډول لوبه ده چې لوبغاړي کوچنۍ کښتۍ ته ورته تښته باندې درېږي او هغه د اوبو په سر او د اوبو په څپو کې ځغلوي.

د سرف لوبغاړی
د سرف لوبغاړی

پر دغه لوبغاړي له برید ورسته شارک بېرته په خپلې مخې تللی دی او چارواکو وروسته معلومه کړه چې دا یو درې مېتره اوږد سپین شارک و.

د سرف یو بل لوبغاړي دغه لوبغاړی له سمندر څخه ویستی و او هلته د بېړنیو حالاتو موجوده طبي ټیم د دغه لوبغاړي‌ ابتدايي درملنه کړې وه خو د سمندر په غاړه یې ساه ورکړه.

له دغه پېښې وروسته په سیمه کې د سمندر غاړې او د سمندر په څنډو کې لامبا او سرف کول تر ۲۴ ساعتونو پورې وځنډول شول.

په روان کال کې تر دې دمه په آسترالیا کې شارک درې انسانان وژلي دي
په روان کال کې تر دې دمه په آسترالیا کې شارک درې انسانان وژلي دي

دا په روان کال کې پر انسانانو د شارک او لویو کبانو درېیم خونړی برید دی.

د جنورۍ په میاشت کې په لویدیځې آسترالیا کې یو شارک پر لامبوزن او په اوبو کې په ډایف وهونکي برید وکړ او ویې واژه.

د اپریل په میاشت کې د «ګریټ بارییر رییف»په سیمه کې د ژویو د ژغورنې د ټولنې په یو ۲۲ کلن کارکوونکي برید وکړ او ویې واژه.

XS
SM
MD
LG