د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې یوه مسلمانه ښځه چې د جنسي تیري ښکار شوې، د محکمې په پریکړې خوښه نده


په هند کې یوه مسلمانه میرمن چې پدې هیواد کې د مذهبي بلوا تر ټولو ناوړه پیښې کې پرې ډله ایز جنسي تیری شوی وایي، له دې امله یې ټکان خوړلی چې پر هغې جنسي تیري کوونکي ژر خوشې شوي دي.

د هندوانو یوې ډلې په ۲۰۰۲ کال کې د ګجرات ایالت په لویدیځ کې په ۱۷ مسلمانانو برید وکړ، ۱۴ تنه یې ووژل او بلقیس بانو د خپلو دوو زامنو سره ژوندۍ پاتې شوه. هغه امیندواره وه. په وژل شویو کسانو کې د میرمن بلقیس درې کلنه لور او د کورنۍ ۷ نور غړي و.

پدې قضیې کې ۱۱ کسانو ته د عمري قید سزا ورکړل شوې خو دوشنبه اګست۱۵ د ایالتي حکومت په غوښتنې د بند څخه خوشې شول. د ګجرات ایالتي حکومت ویلي چې د دې کسانو د بند تیرولو پاتې موده د خپلواکۍ د ۷۵ مې کالیزې په مناسبت وبخښل شوه.

میرمن بلقیس په یوې بیانیې کې چې چهارشنبه اګست ۱۷ (زمري۲۴) د هغې وکیل خپره کړې ویلي: " د ویلو لپاره هیڅ نلرم. زه تر اوسه بې حسه یم... ما د هیواد تر ټولو په سترې محکمې باور وکړ. په سیستم مې اعتماد وکړ او ورو ورو مې زده کوله چې څنګه په غمونو کې ژوند وکړم".

د میرمن بلقیس په اعلامیې کې راغلي: " د دې مجرمینو خوشې کیدو زما آرامښت واخیسته او په عدالت زما باور کمزوری شو. دا زما کمزورې کیدل او غم یوازې د ځان لپاره ندی بلکې د ټولو هغو میرمنو دپاره دی چې په محاکمو کې د عدالت غوښتنه کوي."

په میرمن بلقیس او کورنۍ یې دا برید هغه وخت شوی و چې د هند اوسنی صدراعظم نریندرا مودي د ګجرات اعلی وزیر و.

ګڼ شمیر هندیانو د دې کسانو په خوشې کیدو د ناخوښۍ د څرګندولو په خاطر مظاهرې هم کړیدي.

د هند د اوسني حکومت سیاسي مخالف، راهول ګاندهي چې د هند د پخوانۍ صدارعظمې اندرا ګاندهي لمسی دی، په ټویټر کې نریندرا مودي ته په خطاب کې لیکلي: " صدراعظمه... ټول هیواد ستاسو د کړنو او خبرو تر منځ توپیر ویني."

د نریندرا مودي بهارتیا جانتا پر ګوند چې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا په هند کې واک ته رسیدلی، دا تور دی چې سخت دریځه هندوان یې لا قوي کړي او دې ډلې نه یوازې مسلمانان بلکې نور مذهبي او قومي اقلیتونه ځپلي دي.

په هند کې مشهور مسلمان سیاستمدار اسدالدین اویسي د هندو ملت پال ګوند، بهارتیا جانتا په هکله وایي: " د بهارتیا جانتا ګوند لیوالیتا یو مذهب ته داسې ده چې آن د تیري وحشیانه جنایتونه او نفرت کې د بخښنې وړ دي".

خو په ګجرات کې، چې د بهارتیا جانتا ګوند پکې واکمن دی، ددې کسانو د خوشې کیدو د پریکړې دفاع شوې ده.

From: Ashiqullah Rahimzoy arahimzoy@VOANews.com>
Sent: Thursday, August 18, 2022 1:24 PM
To: Afghan Web Editors Afghanwebeditors@voanews.com>
Subject: Edit please

هند کې یوه مسلمانه ښځه چې د جنسي تیري ښکار شوې، د محکمې په پریکړې خوښه نده

په هند کې یوه مسلمانه میرمن چې پدې هیواد کې د مذهبي تر ټولو په ناوړه بلوا کې پرې ډله ایز جنسي تیری شوی وایي دا چې پرې هغې جنسي تیري کوونکي ژر خوشې شوې، ټکان یې خوړلی.

د هندوانو یوې ډلې په ۲۰۰۲ اکل کې د ګجرات ایالت په لویدیځ کې په ۱۷ مسلمانانو برید وکړ، ۱۴ تنه یې ووژل او بلقیس بانو د خپلو دوو زامنو سره ژوندۍ پاتې شوه. هغه امیندواره وه. په وژل شویو کې د میرمن بلقیس درې کلنه لور او د کورنۍ ۷ غړي و.

پدې قضیې کې ۱۱ کسانو ته د عمري قید سزا ورکړل شوې خو دوشنبه اګست۱۵ د ایالتي حکومت په غوښتنې د بند څخه خوشې شول. د ګجرات ایالتي حکومت ویلي چې د دې کسانو د بند تیرولو پاتې موده د خپلواکۍ د ۷۵ مې کالیزې په مناسبت وبخښل شوه.

میرمن بلقیس په یوې بیانیې کې چې چارشنبه اګست ۱۷ (زمري۲۴) د هغې وکیل خپره کړې ویلي، " د ویلو لپاره ټکي نلرم. زه تر اوسه بې حسه یم... ما د هیواد تر ټولو په سترې محکمې باور وکړ. په سیستم مې اعتماد وکړ او ورو ورې مې زده کوله چې څنګه په غمونو کې ژوند وکړم".

د میرمن بلقیس په اعلامیې کې راغلي، " د دې مجرمینو خوشې کیدو زما آرامښت واخیسته او په عدالت زما باور کمزوری شو. دا زما کمزورې کیدل او غم یوازې د ځان لپاره ندی بلکې د ټولو هغو میرمنو دی چې په محاکمو کې د عدالت غوښتنه کوي."

په میرمن بلقیس او کورنۍ یې دا برید هغه وخت شوی و چې هند اوسنی صدراعظم نریندرا مودي د ګجرات اعلی وزیر و.

ګڼ شمیر کسانو په هند کې د دې کسانو په خوشې کیدو د ناخوښۍ د څرګندولو په خاطر مظاهرې هم کړیدي.

د هند د اوسني حکومت سیاسي مخالف، راهول ګاندهي چې د هند د پخوانۍ صدارعظم اندرا ګاندهي لمسی دی په ټویټر کې نریندرا مودي ته په خطاب کې لیکلي، " صدراعظمه... ټول هیواد ستاسو د کړنو او خبرو تر منځ توپیر ویني."

د نریندرا مودي بهارتیا جانتا ګوند چې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا په هند کې واک ته رسیدلی دا تور پرې دی چې سخت دریځه هندوان یې لا قوي کړي او دې ډلې نه یوازې مسلمانان بلکې نور مذهبي او قومي اقلیتونه ځپلي دي.

په هند کې مشهور مسلمان سیاستمدار اسدالدین اویسي د هندو ملت پال ګوند، بهارتیا جانتا په هکله وایي، " د بهارتیا جانتا ګوند لیوالیتا یو مذهب ته داسې ده چې آن د تیري وحشیانه جنایتونه او نفرت کې د بخښنې وړ دي".

خو په ګجرات کې بیا چې د بهارتیا جانتا ګوند واکمني پکې ده، ددې کسانو د خوشې کیدو د پریکړې دفاع کړې.

XS
SM
MD
LG