د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره خبرې؛ د عبدالله په مشرۍ د سیاستوالو یوه ډله قطر ته ولاړه


ښاغلي عبدالله وویل چې طالبان باید پوه شي چې د سیمو په نیولو سره سوله نشي‌ راتلاې
ښاغلي عبدالله وویل چې طالبان باید پوه شي چې د سیمو په نیولو سره سوله نشي‌ راتلاې

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسي مشرانو یو ګډ پلاوی نن جمعه جولاۍ ۱۶ (چنګاښ۲۵) په دوحه کې د طالبانو د استازو سره د خبرو لپاره قطر ته روان شو.

د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي قطر ته د روانیدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې دوی به د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي.

ښاغلي عبدالله وویل: "...ستاسو پوښتنه به داوي چې جنګ په شدت سره روان دی او تاسو ځئ او د سولې په باب خبرې کوئ. بلې د دې لپاره، چې سخته جکړه روانه ده د دې لپاره، چې دا جنګ یوازې همدا نن روان نه دی، ۴۲ کاله کیږي چې زمونږ په هیواد کې جنګ روان دی او په سلګونو زره خلک په کې قربان شوي دي باید مونږ د سولې د ټینګیدو لپاره خپلې هڅې وکړو. دا د افغانستان د خلکو او د هغوی مشروع غوښتنو په استازیتوب کوو. هیله ده، چې طالبانو تحریک به هم دا یو فرصت وګڼي او په دې باید هم پوه شي، چې د جګړې دوام او یا هم د یوې ولسوالۍ نیول او یا د سیمو د نیولو نتیجه په هیواد کې سوله نشي کیدلې."

د افغانستان مخکني جمهور رئیس حامد کزري وویل " په دغه مرحله کې زمونږ یو پیاوړی او مضبوط د ټولو صلاحیتونو خاوند هیئت قطر ته ځي.... زمونږ د وطنوالو سره د تحریک طالبانو سره د خبرواترو لپاره په پوره صلاحیت دا مولازمه وبلله، چې په دغه مرحله کې زمونږ دغه مشران د خاورې لاړ شي او هلته خبرې وکړي."

راپورونه وايي چې ښاغلی کرزی قطر ته نه دی تللی.

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د دغه خبري کنفرانس پر مهال د جمهوري ریاست پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور او د جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم هم حاضر وو.

د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس وویل، چې په پلاوي کې یو شمیر ښځې، چې له وړاندې په دوحه کې دي هم ګډون لري.

تراوسه لا په رسمي ډول د دغه پلاوي د ټولو غړو نومونه نه دي اعلان شوي. خو په رسنیو کې په خپرو شوو رپوټونو کې په دغه پلاوي کې د جمهوري ریاست د پخواني لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، حاجي محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، عبدالسلام رحیمي، سید منصور سعادت نادري، عنایت الله بلیغ او فاطمه ګیلاني نومونه د پلاوي د غړو په توګه خپاره شوي دي.

سرچینو ویلي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له دغه پلاوي سره یو ځای د سفر څخه ډډه کړې او ویلي دي چې دا افغانستان د دولت پلاوی دی نوځکه د دغه پلاوي سره یو ځای دوحې ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG