د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د ماشومانو حقونه د خطر سره مخامخ دي


ملګرو ملتونو جمعه ډسمبر ۲۲ (مرغومۍ لومړۍ) په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په هکله تازه راپور کې ویلي چې د تیر کال په پرتله د ماشومانو د حقونو څخه جدي سرغړاونې کمې شوي خو لا هم بنسټیزو خدماتو ته نه لاسرسي له کبله په لوړه کچه د خطر سره مخ دي.

پدې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې، بې ځایه کیدو، جدي بې وزلۍ، خواړو نا مصؤنیت، د ژوند لپاره د فرصتونو کموالي، د عامه خدماتو په برخې کې د پانګې کموالی او طبیعي آفتونه د دې سبب شوي چې ماشومانو د حقونو څخه جدي سرغړاونې وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د همدې ستونزو له کبله ماشومان د کار کولو لپاره استخدام شوي، ناوړه ګټه ترې اخیستل شوې، جنسي تشدد پرې شوی، ښوونځي پریښودو ته اړ شوي او نا خوندي کډوالۍ ته یې مخه کړې.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د " نا معلومې" مودې لپاره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړیدل کیدو له وجې د تعلیم لپاره د هغوي په حقونو اغیز شوی او دیته یې اړې کړې چې خطرناکې لارې چارې غوره کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته اصلآ د نجونو د لومړنۍ دورې څخه پورته ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

همداشان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې یې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې هم بندیز لګولی دی.

طالبانو حکومت ددغو اقداماتو سربیره ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او له کور بهر یې پر ښځو د حجاب اغوستل او په اوږدو سفرونو کې د محرم د لرلو شرطونه هم ایښي دي.

د ماشومانو او وسله والې شخړې په برخې کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا ویلي چې د طالبانو همدې بندیزونو او محدودیتونو له کبله په افغانستان کې میلونونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوي.

میرمن ګامبا ویلي چې د طالبانو دې بندیزونو او نورو مضرو ټولنیزو عنعناتو له کبله ، "ډیرې نجونې د دې خطر سره مخ کړي چې د ناموسي وژنو، کم عمر کې ودیدو، کورني او جنسي تشدد په ګډون د تشدد تر ټولو ناوړه بڼو او بد چلند سره مخ شي".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې یو ځل بیا د افغانستان په اوسنیو چارواکو غږ کړی چې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته او د میرمنو لپاره د لوړو زده کړو دروازې پرانیزي.

د ملګرو ملتونو پدې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې د لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې په افغانستان کې د ۳۵۴۵ ماشومانو د حقونو څخه چې عمرونه یې د یو څو میاشتو څخه نیولې تر ۱۷ کالونو پورې دي، ۴۵۱۹ داسې جدي سرغړاونې شوي چې حقیقت یې ثابتیدلی شي.

په راپور کې ویل شوي چې ډیرې دا سرغړاونې د طالبانو پورې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو پدې کلني راپور کې ویل شوي چې تر ټولو ډیرې جدي سرغړاونې چې د ماشومانو د حقونو څخه شوي، وژنه او ټپي کیدنه دي.

د وژنې او ټپي کیدنې پیښې: ۳۲۴۸ ، بشري مرستو او خدماتو ته لاسری نه ورکولو پیښې : ۷۴۹، د ماشومانو استخدام کوونې او ګټې اخیستې پیښې : ۲۵۷، په ښوونځیو او روغتونو بریدونو پیښې: ۲۱۱، د تښتونې پیښې : ۳۳، او د جنسي تشدد پیښې ۲۱.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو پدې راپور تبصره نده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG