د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پخوانی دپلومات: د امریکا په پوځ کې دې د افغان ځواکونو قطعه جوړه شي


د افغانستان د مخکني حکومت د یوې ځانګړې قطعې سرتېري
د افغانستان د مخکني حکومت د یوې ځانګړې قطعې سرتېري

په کوزوو کې د امریکا پخواني سفیر فلیپ کازنټ چې په عراق او افغانستان کې یې هم څلور کاله کار کړی دی، په خپلې یوې مقالې وړاندیز کړی دی چې د امریکا په پوځ کې دې امریکا ته د نویو راغلیو افغانانو یوه پوځي قطعه جوړه شي.

د ده دا مقاله د اروپا د پالیسۍ د تحلیل مرکز په ویبسایټ کې خپره شوې ده.

د ده دا وړاندیز په اوکراین کې د روسیې له یرغل وروسته مطرح شوی او وايي چې د روسیې یرغل لویدیځ د یوې نوي حقیقت منلو ته اړ ایستی دی. وايي له یرغل وروسته اروپايي ټولنې چې له اوکراین سره د پوځي‌ مرستو اعلان وکړ، یوه اونۍ مخکې یې تصور هم نه کېده. ښاغلی کازنټ دغو حالاتو ته په کتو وړاندیز کړی دی چې امریکا ته له نویو راغلیو افغانانو څخه دې یوه پوځي قطعه جوړه شي.

دی وایي چې په ټولنه کې به د نویو راغلیو افغانان ادغام او ګډېدل ستونزمن وي او وار دمخه یو شمېر افغانان په مناسبې کرایې د کورونو په موندلو او دندو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي. دی وایي سره له دې چې له افغانستان څخه د دغو افغانان اېستل یوه «تراژیدي» وه، خو په خبره یې امریکایان ددغو افغانانو له موجودیت څخه ښه ګټه اخیستلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پخوانی مامور وايي چې په اوسني‌ وخت کې د امریکا پوځ د سړې جګړې د وخت په څېر، د ځواکونو د انتقال او مسئولیتونو نوی فشار احساسوي او «موږ عسکرو ته ضرورت لرو او چټک ضرورت لرو او د امریکا او متحدینو رضاکار ځواکونه د دایمي‌ استخدام له کموالي‌ سره مخامخ» دي.

نوموړي‌ همدغه راز ویلي دي چې په تېر مني کې په بریتانیا کې یو وړاندیز وشو چې د برتیانوي‌ عسکرو په چوکاټ کې له افغانستان څخه د ورغلیو افغان ژباړونکو، همکارانو، زده کوونکو او پخوانیو سرتېرو څخه یو «قطعه» جوړه شي ،‌ خو په خبره یې دا نظریه ډېره توجه جلب نکړه.

خو د ده وړاندیز دا دی چې امریکا کې باید دا کار وشي. دی وايي د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې شاوخوا ۷۵۰۰۰ افغانان امریکا ته انتقال کړل شوي چې د هر عمر، هرې برخې او هر مسلک خلک په کې دي او وار د مخه د اقامې او اسنادو له پیچلیو پړاوونو او انتظار سره مخامخ دي.

ښاغلی کازنټ وایي: «یو څه چې افغانان پرې ښه پوهېږي، جګړه ده. په نویو راغلیو [افغانانو] کې یې ډېر په پوځ، نیمه پوځ، پولیسو او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د کار تجربې لري، یا د امریکا او نورو متحدینو له عسکرو سره یې د ژباړونکو په توګه خدمت کړی دی.» دی وايي ښايي یو شمېر افغانان د امریکا په پوځ کې د کار او خدمت علاقه ولري، خو په پوځ کې د خدمت لپاره قانوني اسناد او تابعیت نلري. د امریکا په پوځ کې خدمت کول تابعیت او د اقامي اسناد غواړي.

دی د دغه کار د اسانه کولو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ګانګرس ته وړاندیز کوي‌ چې «د افغانانو د ځانګړي قطعې جوړول دې تصویب کړي او د قانوني اسنادو لرل او تابعیت دې په کې شرط» نه ټاکي.

دی په دې باور دی چې که دا کار وشي، « دا ازمایل شوي‌ سرتېري به خپلې تجرې په کار واچوي. هغه امریکایي عسکر چې د افغانستان تجربه لري، دوی ته روزنه ورکړي او د دغې قطعې مشري» وکړي. د دې لپاره چې ددغه کار ښه والی ثابت شي، دا دپلومات ټېنګار کوي چې په اول قدم کې باید د« څو سوو سرتېرو یو سپک پیاده کنډک» ایجاد کړل شي.

دی وایي د دې کار یوه ګټه به دا وي چې افغانانو ته تنخوا او معاش حواله شي او بله کټه به یې دا وي‌ چې د امریکا د پوځ په لیکو کې د خدمت په کتار کې درېږي او د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو پروسه به یې هم اسانه او لنډه شي.

نوموړي په خپلې لیکنې کې دا پوښتنه کړې ده چې ایا افغانان له جګړې ستړي دي؟ په خپله یې ځواب ورکوي‌ او وايي هو ستړي‌ دي،‌ خو وايي شاید د یو شمېر نویو راغلیو افغانانو لپاره د نوې قطعې جوړول په زړه پورې وي.

په نویو راغلیو افغانانو کې یې ځنې په انګلیسي‌ نپوهېږي او په پښتو او دري خبرې کوي، د امریکا د غه پخواني سفیر دا خبره هم دومره مهمه نه ګڼي او د «کورخه» په نامه هغه کنډک ته اشاره کوي‌ چې بریتانوي پوځ په ۱۸۱۵ کې جوړ کړی و، د هغه کنډک عسکر ټول نیپالیان وو او په انګلیسي‌ نپوهېدل،‌ مګر په جګړې کې ښه وو او نتیجه یې ورکړه. وايي که هوډ او لیدلوری نه وي، دا کار ډېر سخت برېښي.

XS
SM
MD
LG