د لاس رسي وړ اتصالات

دوحې غونډې ته غبرګون؛ د معترضو ښځو له ګډون پرته کنفرانسونه د منلو نه دي


د افغان معترضو ښځو په نوم د یوې شبکې ځینو غړو د قطر په پایتخت دوحه کې د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه د جوړې شوې غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې د معترضو ښځو د استازو د حضور او د هغوی د غوښتنو د اوریدلو پرته د دا ډول غونډو جوړیدل د منلو نه دي.

یو شمیر معترضو ښځو د سه شنبې په ورځ ډسمبر۱۲( لیندۍ ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي دي: "طالبانو تروریستانو ته د جمهوري نظام د تسلیمیدو وروسته " په سیستماتیک ډول د ښځو حذفول او د جنسیت پربنسټ تبعیض او په زرګونو غیر انساني کړنې او د " بشریت پر وړاندې جرمونه" د طالبانو کړنلار ده.

دغو معترضو میرمنو د دوحې په څیر په نړیوالو غونډو کې د افغان میرمنو په استازیتوب د ځینو ښځو په ګډون انتقادونه کړي دي.

د دوحې په غونډې کې د مخکني حکومت د پوهنې وزیرې رنګینه حمیدي او مدني فعالې رویا محبوب ګډون او ویناوې کړې.

د دوحې غونډه چې " د هغې لپاره زده کړې، د ټولو لپاره پرمختګ" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه په کې په مختلفو مسلو او د هغې له ډلې د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو لپاره د یو چوکاټ د رامنځ ته کولو په باب د یکشنبې په ورځ ډسمبر لسم (لیندۍ ۱۹) د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و.

د قطر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډې همکارۍ او د قطر د کړکیچ او بشري څېړنو مرکز په بندوبست دا کنفرانس جوړ شوی و. په دې غونډه کې د دغو دوو افغان میرمنو سربیره افغانستان لپاره د ښځو په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو استازې رینا امیري او یو شمیر نورو نړیوالو کارپوهانو هم ګډون کړی و.

رینا امیري وویل: " که موږ غواړو چې افغانستان پر عصري لار برابر شي او افغانستان د ټول ګډ کور وي، باید په دې هېواد کې پانګونه وشي، او د دې هېواد په معارف کې باید پانګونه وشي. د دې هېواد پر وګړو باید پانګونه وشي. دا هغه څه دي چې موږ یې په ګډه د کولو هڅه کوو."

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې وه چې په افغانستان کې څه باندې ۸۱۰ ورځې کېږي چې طالبانو د نجونو متوسطه، لېسې او پوهنتونونه تړلي دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې هم بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او د طالبانو څخه یې په فوري ډول ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو په زده کړو لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي او دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG