د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د اسلامي حزب پر قوماندان د ډرون برید شوی


په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ډرون الوتکو څخه کار اخلي.
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ډرون الوتکو څخه کار اخلي.

د قوماندان امان الله ویاند انجینر عبدالحلیم مبشیر امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې پر قوماندان امان الله باندې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید تائید کړ، خو ویې ویل چې په دغه برید کې ښاغلی امان الله برسیرن ټپي شوی دی.

ښاغلي مبشیر وویل " قوماندان امان الله د خدای په فضل سره ژوندی دی او په برید کې برسیرن ټپي شوی دی"'.

هغه وویل چې د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې د قوماندان امان الله دوه تنه ملګري وژل شوي او دوه تنه نورټپیان شوي دي.

ښاغلي مبشیر وویل پخپله قوماندان امان الله به په دې نږدې ورځو کې په اړه پخپله هم له رسنیو سره خبرې وکړي.

دمخه د کونړ د امنیې قوماندانې ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي وو، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند یو مخکښ قوماندان امان الله د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې شنبې په شپه درې بجې له شپږو نورو وسله والو سره دبهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند چې پر قوماندان امان الله تېره شپه د شیګل ولسولۍ په لاحسین دره کې دا برید شوی دی.

قوماندان امان الله په مخکنیو کلونو کې د حزب اسلامي نظامي مسول په توګه یې هم کار کړی دی.

له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې د موافقې وروسته دا د حزب اسلامي لومړی قوماندان دی چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې له خوا تر برید لاندې راځي.

د حکمتیار اسلامي حزب په دې هکله تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG