د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو تن خپل ځان او درې اولادونه وژلي


د امریکا په متحده ایالاتو کې پولیس وایي یو تن په کلیسا کې دننه لومړی خپل درې اولادونه او بیا خپل ځان ویشتی او وژلی دی.

پولیس وایي دا پیښه دوشنبه فبرروي ۲۸ (کب۹) د کلیفورنیا ایالت د سکرمنټو په ښار کې شوې. په ډزو کې یو بل تن هم وژل شوی خو تر اوسه نده معلومه چې آیا د برید کوونکي سره یې څه اړیکې درلودې که نه.

د سکرمنټو د ښار د پولیسو یو مشر خوردضابط راډ ګراسمن د پیښې په هکله خبریالانو ته ویلي چې د درې واړو وژل شویو ماشومانو عمرونه تر پنځلسو کالونو کم و.

ښاغلي ګراسمن وویل، " د مازدیګر په شاوخوا ۵ بجو خبر راغی چې په کلیسا کې ډزې شوي. مونږ چې ورغلو ومو لیدل چې یو پلار خپل درې ماشومان وژلي او یو پنځم کس هم هلته وژل شوی خو مونږ ته نده معلومه چې آیا د دوي سره یې اړیکې درلودې که نه. "

پولیس وایي پدې قضیې کې د کوم چا پسې نه ګرځي چې ښایي پکې به لاس ولري او پیښه یې "کورنی تاوتریخوالی" بللی.

د کلفورنیا والي ګاوین نیوسم په ټویټر کې دا پیښه غندلې.
والي لیکلي، " په امریکا کې د ټوپک د تشدد یوه بله بې معنی پیښه او دا ځل زمونږ په حویلۍ کې. په کلیسا کې چې ماشومان هم پکې دننه و".

دا لومړی ځل ندی چې په متحده ایالاتو کې خلک په ډله ایزه توګه په ډزو ویشتل کیږي. سره لدې چې ډیری شمیر امریکایان د وسلو درلودلو لپاره د قوانینو د سختیدو غوښتنه کوي خو هغوي چې د وسلو لرلو پلویان دي بیا د قوانینو سره مخالفت لري او همدا وجه ده چې پدې برخه کې د هر ډول هڅو مخه نیول کیږي.


تیر کال د ډسمبر په میاشت کې یوه وسله وال کس د کولراډو ایالت د ډنور ښار د یوې تجارتي سیمې په څو موقعیتونو کې پنځه کسان ووژل

امنیتي چارواکو همدارنګه زیاته کړې چې وسله وال کس له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

د ډنور د پولیسو د ډیپارټمنت د جرایمو د څانګې قومندان مټ کلارک په خبري کنفرانس کې وویل چې ۴۷ کلن لینډون جیمز مک کلویډ د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو او هغه یو شمیر په نښه شوي کسان پيژندل.

تر دې وړاندې د ښوونځي یوه ۱۵ کلن شاګرد نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) د میشګن ایالت په یوې عالي لیسه کې درې زده کوونکي ووژل او د یوه ښوونکي په ګډون یې شپږ نور ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG