د لاس رسي وړ اتصالات

د پاناما په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبیډ‌ل


د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د خبر په حواله، دغه لاره متحده ایالتونو ته د جنوبي امریکا او افریقایي کډوالو د تګ لاره ده، خو افغان کډوال هم په وروستیو کلونو کې دغه لاره کاروي.
د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د خبر په حواله، دغه لاره متحده ایالتونو ته د جنوبي امریکا او افریقایي کډوالو د تګ لاره ده، خو افغان کډوال هم په وروستیو کلونو کې دغه لاره کاروي.

د پاناما د عامه امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۵( سلواغې ۲۶مه) ددغه هېواد د 'ګانا یالا' په سواحلو کې د پناه غوښتوونکو کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبیدو څخه چې نږدې ۲۷ تنه افغانان پکې سپاره وو، خبر ورکړ.

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د خبر په حواله، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې "او تراوسه د دوو ښځو، دوو نارینو او یو کوچني په ګډون، پنځه جسدونه موندل شوي دي."

د پاناما د عامه امنیت وزارت ویلي دي چې د دغو پناه غوښتوونکو ډیره برخه افغانان وو او د پیښې د قربانیانو د موندلو او لټون عملیات دوام لري. دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د قربانیانو دقیق شمیر لا نه دی معلوم.

ددغه وزارت د چارواکو په خبره،‌ د کال په دې موسم کې، خرابه هوا او په ځانګړې توګه پدغسې هوا کې په پټه د پناه غوښتوونکو کډوالو د قاچاق هڅې، تر ډیره برید د داسې پیښو لامل کیږي.

د پاناما د عامه امنیت وزیر، خوان پینو، اسوشیټیډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ددغه پیښې پړه پر یو کولمبیايي بانډ واچوله، کوم چې یاده سیمه کې د پناه غوښتوونکو په قاچاق کې ښکیل دی.

هغه وویل:"قاچاق وړونکي دوی [پناه غوښتوونکي] په خرابه هوا او د ژغورنې جاکټونو پرته په کښتیو کې سپروي او بیا یې په سمندر کې پریږدي. دغه پناه غوښتوونکي چې له لرې لرې سیمو او هېوادونو څخه راځي، په پایله کې د ځنګل او سمندر په یو داسې لاره کې خپل ژوند بایلي چې له خطرونو ډکه ده."

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د خبر په حواله، دغه لاره متحده ایالتونو ته د جنوبي امریکا او افریقایي کډوالو د تګ لاره ده، خو افغان کډوال هم په وروستیو کلونو کې دغه لاره کاروي.

د 'ډارین ګپ' سیمې څخه تیریدل چې د کولمبیا او پاناما تر منځ یو ځنګلي سیمه ده، له یوې اوونۍ څخه زیات وخت نیسي. د پاناما د عامه امنیت د وزارت په حواله، تیر کال څه دپاسه ۵۰۰ زره کډوال له دغه لارې له کولمبیا څخه پاناما ته اوښتي دي.

همدارنګه د ځنګله پدې خطرناکه لاره کې د غلو لخوا د لوټ، جنسي تیري او ځینې وختونه د پناه غوښتوونکو د وژولو خطر شته دی. له دې امله یو شمیر پناه غوښتوونکي بیا له کولمبیا څخه پاناما ته د رسیدو په موخه له زیاتو لګښتونو سره د سمندر لاره غوره کوي.

دا پداسې حال کې ده، چې تېر کال زرګونو افغان کډوال متحده ایالتونو ته د رسیدو په موخه برازیل راغلي دي.

د پاناما د کډوالۍ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په جنورۍ میاشت کې شاوخوا ۳۲۶ افغانان د 'ډارین ګپ' سیمې څخه اوښتي دي. همدارنګه په ۲۰۲۳ کال کې ۴۲۶۷ افغانان پاناما ته داخل شول، چې د پاناما د کډوالۍ ملي ادارې په حواله په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۲۲۲۰ تنه وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG