د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې له داعش سره جګړه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی


د روان عیسوي کال له پیل څخه امریکایي سرتیري افغان ځواکونو سره په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې په جګړه کې بوخت دي.
د روان عیسوي کال له پیل څخه امریکایي سرتیري افغان ځواکونو سره په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې په جګړه کې بوخت دي.

په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې لیکلي چې د ننګرهار په ولایت کې یې د داعش ډلې خلاف عملیاتو کې یو سرتېری وژل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر افغان حکومتي سرتیري هم زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي دغه پېښه تېر ورځ د اچین ولسوالۍ د مامند درې سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي افغان او بهرنیو ځواکونو له داعش وسله والو سره مخامخ جګړه کړې چې له امله یې یو امریکايي عسکر وژل شوی او افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

خو یوې باوري حکومتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي دي چې د تېرې ورځې په جګړه کې دوه افغان ځانګړي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور یې زخمیان دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په مامند دره کې له تېرې ورځې راهیسې له داعش سره د افغان او بهرنیو ځواکونو سخته شوې چې د تېرې شپې پورې د درنو ډزو غږونه اورېدل کېدل.

په اچین ولسوالۍ کې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د داعش خلاف د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات روان دي چې د مامند درې سیمه کې له داعش وسله والو سر \ه جګړه کوي.

اچین کې د داعش پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د اچین په ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له املهپنځه څلوېښت داعش وسله وال وژل شوي او ددغې ډلې پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو طیارو تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په مکړانه سیمه بمبار کړی چې پنځه څلوېښت داعش وسله وال پکې وژل شوي چی بهرني وسله وال هم پکې شته دی.

نوموړی وايي په دغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پنځه لوی او واړه مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

مسرقیوال وايي چې په دغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. تر اوسه داعش وسله والو ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

هلمند کې ځانمرګي برید کې درې سرتیرې ټپیان شوي

په هلمند کې د ملي پوځ پر یوه مرکز په ځانمرګي موټر بم چاودنه کې د پوځ درې سرتیري ټپیان شوي.

پېښه د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار کې تېر ماخستن څه باندې ۹ بجې رامنځ ته شوې.

د هلمند د پوليسو ویاند لمړي څارن عبدالسلام افغان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د موټر بم په چاودنه کې یوازي د ملي پوځ ۳ سرتیري ټپیان شوي.

افغان زیاته کړه چې برید کونکې حاموي زرې موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړی وو او غوښتل يې چې د ګرشک ولسوالۍ د امنیتي کمربند پر پوسته برید وکړي چې د پوځ سرتیرو پدې اړه له وړاندي معلومات لرل.

لمړي څارن افغان وويل "پر حاموي موټر باندې چې ځانمرګي غوښتل د شپږم کنډک پر یوه پوسته برید وکړي، د اردو سرتیرو د ار پي جي په وسيله برید وکړ چې موټر بم چاودنه کړې ځانمرګی په کې وژل شوی او ۳ د پوځ سرتیري په کې ټپیان شوي او بل چاته زیان ندی رسیدلی".

ګرشک ولسوالي د هلمند د مرکز لښکرګاه په شمال ۸۰ کیلو میترۍ کې پراخ نفوسه ولسوالي ده چې د شمالي هلمند لپاره د لښکرګاه په څېر مرکزي ارزښت لري.

تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د ګرشک والسوالۍ د پېښې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG