د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکایي چارواکو د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت ونښود


پاکستاني چارواکي وايي متحده ایالاتو د هغو افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت ندی ښودلی چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري خو دا غوښتنه یې کړې چې د ژمې موسم له کبله دې دا بهیر ورو شي.

یو پاکستاني چارواکي چې په اسلام آباد کې د امریکایي پلاوي سره د خبرو په هکله معلومات لري، سه شنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې امریکایي اړخ د شاوخوا ۲۵ زرو خطر سره مخ افغان کډوالو نه ایستلو غوښتنه کړې چې ښایي په امریکا کې د بیا میشت کیدو پروګرامونو لپاره په شرایطو برابر وي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، " د پاکستان حکومت نه غواړي هیڅ د خطر سره مخ افغان وباسي، مهمه نده چې هغوي د امریکا یا بل هیواد د بیا میشت کیدو په لیست کې وي یا نه".

دا څرګندونې د وګړو او کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والز نویس په مشرۍ یو پلاوي او پاکستاني چارواکو تر منځ په ملاقات کې شوي.

ټاکل شوې چې دا مریکایي پلاوی به اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د غیر دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسیدو څخه وروسته لسګونه زره افغانان چې ځیني یې د خطر سره مخ دي، پاکستان ته پدې هیله کډه شول چې په امریکا یا بل کوم هیواد کې به د میشت کیدو لپاره اسناد ورکړل شي.

دې چارواکي وویل چې د پاکستان حکومت په متحده ایالاتو کې د افغانانو بیا میشت کیدو د پروسې اوږدوالي په هکله اندیښنه لري.

هغه زیاته کړه، " یو شی ښکار دی: متحده ایالاتو د پاکستان د ایستلو پالیسۍ سره مخالفت ونه ښود خو په ژمي کې د دې بهیر وروالي غوښتنه یې وکړله".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي چې آیا په ریښتیا د امریکا دې پلاوي د نه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو سره مخالفت ندی ښودلی.

پاکستان او امریکا په رسمي توګه د دې ملاقات په هکله اعلامیې هم ندي خپرې کړي خو د متحده ایالاتو د پلاوي مشرې جولیټا والز نویس د اکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف دراني سره یې کتلي دي.

میرمن نویس لیکلي، " خوښه یم چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي آصف دراني سره مې نن وکتل او د افغان کډوالو، خوندیتوب او بیا میشت کیدو په هکله مې ورسره خبرې وکړلې".

ښاغلي دراني هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې نور جزیات ندي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې د امریکایي پلاوي سره یې د افغان کډوالو او بیا میشت کیدو اړوندو موضوعاتو خبرې کړي.

پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونه غیرقانوني کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې مودې د پوره کیدو وروسته به ونیول شي او له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د پاکستان د حکومت په دې پریکړې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي چې اکثرو یې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته یې له افغانستان څخه د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله دغه هیواد ته کډه کړې ده.

ددغو افغانانو اکثریت په پاکستاني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی خو اوس یې د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې او افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د رپوټونو له مخې ددغه شمیر شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د سفر ویزو ته په تمه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG