د لاس رسي وړ اتصالات

د محیطي نمونو دقیق، مسلسل او منظم ازمایښت د پولیو ګواښ کموي– ډاکټران


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د فراه ولایت یو شمېر ډاکتران له چارواکو غواړي چې د پولیو په وړاندې په روانه مبارزه کې د کمپاینونو تر څنګ د محیطي پېښو د شتون په اړه خپل نظارت غښتلي کړي.

خو روغتیايي چارواکي بیا وايي چې د کانالیزسیون د منظم سیستم د نشتوالي له کبله اړ دي چې پر واکسین او د واکسین په کمپاینونو ډیره تکیه وکړي.

د فراه یو شمېر ډاکټران وایي، یو له هغه خطرونو څخه چې د پولیو د انساني مثبتو پېښو لامل ګرځي په چاپیریال کې د پولیو ویروس ګرځنده حالت دی.

د فراه ولایت یوه ډاکټر توریالي واحدي امریکا غږ ته وویل، کله چې په یوه سیمه کې محیطي پېښه وشي، په هغه سیمه کې انساني پېښې هم مثبتې کیږي.

نوموړي وویل: "د پولیو ویروس یوازې د یوه انسان څخه بل انسان ته سرایت کوي او بل داسې فعال کوربه یا میزبان نه لري خو بیا هم د یوې لنډې مودې لپاره په محیط کې ژوندی پاتې کیږي. د مسؤولینو لخوا د محیطي سمپلونو ازمایښت او منظم نظارت یوه غوره لار ده ترڅو ثابته شي د انسانانو څخه یاد ویروس محیط ته د غایطه مواد له لارې انتقال شوی او کنه؟."

د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر، عبدالغفار رحماني د محیطي نمونو دقیق او مسلسل ازمایښت د پولیو ناروغۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي په برخه کې یو غوره اقدام بولي.

نوموړی وايي: "که چیرې د ټولو سیمو څخه سمپلونه په دقیق ډول د یوه مهال ویش له مخې ازمایښت شي، نو د هر ډول احتمالي خطرونو بیلګې لاسته راځي، دا کار ممکن سخت وي خو د پام وړ ګټې لري او یو عالي اقدام دی."

په ورته وخه کې د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر نورالله افضلي بیا وایي د کانالیزسیون د منظم سیستم د نشتون له کبله اړ دي چې د پولیو ضد کمپاینونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل:" فراه ولایت کې کوم داسې محیطي سمپل نه ښي چې مثبت وي، په هر حال مونږ د کانالیزسیون یو منظم سیستم نه لرو چې ټول فاضله مواد په یوه منطقه کې توی شي او مونږ وکولای شو منظم سمپل ګیري وکړو، نو مونږ به خپلو کمپاینونو او کوښښونو ته لا زیات دوام ورکړو."

له دې وړاندې په ازاده فضا کې د رفع حاجت تر سره کولو په اړه کمپاینونه هم شوي دي، په ډیرو سیمو کې په دې اړه عامه پوهاوی شوی دی، خو بیا هم د هېواد په ګڼو سیمو کې ستونزې موجود دي او په بشپړ توګه نه دي حل شوي.

سږ کال د افغانستان په کنړ، نورستان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د ګوزن د ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG