د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې چاودنې پنځه ملکیان وژلي او نهه نور ټپیان کړي


د هسکې مینې د ولسوالۍ د جمعې د ورځې د سړک د غاړې په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د هسکې مینې د ولسوالۍ د جمعې د ورځې د سړک د غاړې په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ملکیانو پر موټر چاودنې پنځه کسان وژلي او نهه نور یې زخمیان کړي دي

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې چاودنه نن سهار نهه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ‌‌‌‌‌‌ډب پاپین سیمه کې د ملکیانو په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډسن موټر شوې ده.

نوموړي وویل چې په وژل شویو کې یو یې ماشوم او څلور سړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې د دوو مېرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون نهه عام وګړي ټپیان شوي هم دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ ولسوال سازولي وايي ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډسن پک اپ موټر له جلال اباد ښار څخه د خټکي سیمې ته تلو او عام وګړي پکې ناست و چې د مختلفو سیمو اوسېدونکي وو.

هغه وايي په چاودنه کې موټر هم بشپړ ویجاړ شوی دی.

د ښاغلي خوږیاني د معلوماتو پر اساس چاودنه د افغان حکومت تر کنټرول بهر سیمه کې شوې ده.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د هسکې مېنې ولسوالۍ کې له دې وړاندې هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډول چاودنې شوي دي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG