د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د شمس العارفان زیارت په بمونو الوځول شوی


د افغانستان کې داسې ډیر زیارتونه شته، چې خلک ورته خپل ناروغان په ځانګړي ډول هغوی، چې د اعصابو له ناروغیو کړیږي د علاج لپاره وروړي.
د افغانستان کې داسې ډیر زیارتونه شته، چې خلک ورته خپل ناروغان په ځانګړي ډول هغوی، چې د اعصابو له ناروغیو کړیږي د علاج لپاره وروړي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، ناپيژاندو وسله والو تیره شپه ( ثور ۱۱مه) په دغه ولایت کې د شمس العارفان په نوم یو زیارت په بمونو الوځولی دي.

په غزني کې د شمس په نوم د یو کلي اوسیدونکو امریکا غږ اشنا ته وویل، چې تیره شپه ۳ بجې په دغه کلي کې د یوې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو او سهار کله، چې له خپلو کورونو بهرته راووتل، ویې لیدل، چې د شپې په چاودنه کې د شمس العارفان زیارت په کنډواله بدل شوی دی.

کلیوال وایي، تر اوسه معلومه نده چې کومې ډلې یا کس دغه زیارت په بمونو الوځولی دی.

دغه زیارت د غزني د مرکز په شمال لویدیځه برخه کې موقعیت لري او له اوږدو کلونو راهیسې به د پنج شنبې پر ورځو د هیواد له ګوټ ګوټ څخه دغه زیارت ته زیارت کوونکي ورتلل.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت هم تائید کړې چې تیره شپه وسله والو پر دغه زیارت برید کړی دی.

هغه وویل، پولیسو د دې پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.

د ښاغلي سیرت پر وینا د څیړنو تر پایه نه شي ویلای، چې دغه زیارت د چا لخوا او ولې له منځه وړل شوی دی.

بلې خوا د غزني د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال محبوب الله رحماني امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د دغه زیارت ودانۍ د غزني له مهمو تاریخي آبدو څخه یوه آبده وه، چې د دغه ریاست له خوا یې ځینې برخې هم جوړې شوې وې.

ښاغلي رحماني په غزني کې د زیارتونو او تاریخي ځایونو تخریب هڅو باندې اندیښنه څرګنده کړه او له مسوولو ادارو څخه یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

په غزني کې په تیر یو کال کې دا څلورم زیارت دی، چې په چاودنه کې ویجاړیږي.

له دې وړاندې د بابای ولي، بهاالحق او د ګذرګاه زیارتونه، چې د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه ته یې نسبت کیږي هم له منځه وړل شوي وو.

تر دا مهاله کوم کس یا ډلې د دغه زیارت د له منځه وړلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG