د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو له امله پښېمانه نه یم


د ملي وحدت د حکومت مشرانو په ۲۰۱۴ کال کې له ډیرو ټاکنیزو جنجالونو وروسته، د نړېوالې ټولنې په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت جوړ کړ
د ملي وحدت د حکومت مشرانو په ۲۰۱۴ کال کې له ډیرو ټاکنیزو جنجالونو وروسته، د نړېوالې ټولنې په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت جوړ کړ

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایې چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ملي یوالي د حکومت له جوړولو پښېمانه نه دی.

عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ (جولائ ۲۴) په کابل کې د حقیقت ګوند له غړو سره په مجلس کې ویلي چې که د ملي وحدت حکومت نه رامنځته کېده، افغانستان به له "بربادۍ، ویجاړۍ او بې ثباتۍ" سره مخامخ کېده.

د اجرائیه ریاست په خبر کې لیکل شوي چې "هغه مهال (د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنې)شرایط بدل و"او اجرائیه رئیس "د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو لپاره په خپلې پخوانۍ پرېکړې چې د ټاکنیز کړکېچ په پای کې یې وکړه، پښېمانه نه دی".

د ملي وحدت د حکومت مشرانو په ۲۰۱۴ کال کې له ډیرو ټاکنیزو جنجالونو وروسته، د نړېوالې ټولنې په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت جوړ کړ. ددغې معاملې پر بنسټ د ښاغلي عبدالله لپاره د اجرائیه ریاست رامنځته شو او له هغه سره په حکومت کې د ۵۰٪ ونډې ژمنه وشوه.

په پام کې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په ۲۰۱۹ کال کې وشي. تراوسه څرګنده نه ده چې له دغو انتخاباتو وروسته به اجرائیه ریاست شتون ولري که نه.

ښاغلی عبدالله چې په واک کې سم نیمايي شریک دی، ډیر کله د ملي وحدت د حکومت پر کړنو سختې نیوکې کوي.

ده څو ځلې په عام محضر کې د ولسمشر غني پر سیاستونو نېوکه کړې او ويلي یې دي چې د ملي وحدت حکومت له خلکو سره خپلې ژمنې پوره کړې نه دي.

XS
SM
MD
LG