د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله پاکستان کې: د زړو شعارونو او توطیو وخت تیر شوی


عبدالله عبدالله د پاکستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د وینا پر مهال
عبدالله عبدالله د پاکستان ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د وینا پر مهال

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې د زړو شعارونو او توطیو وخت تیر شوی او په وینا یې دغه کار د روان وضعیت په ګټه نه دی.

ښاغلي عبدالله نن سې شنبه سپټمبر ۲۹ (تلې اتمه) په یاد مرکز کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د هغه هیواد یو شمېر چارواکي حاصر وو، وویل چې د دواړو هیوادونو اوسېدونکي نسبت بل هر وخت ته اوس غواړي چې سیمې ته د یوې واحدې سیمې په نظر وکتل شي چې په وینا یې دغه کار نویو هڅو ته اړتیا لري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "په دې باور یم چې اوس دا فرصت رارسېدلی چې له مخکنیو زړو او تکراري شعارونو او بیانیو او توطیو نه تیر شو او نوی فصل پيل کړو. اوسني وضعیت ته دوام ورکول په ګټه ندي."

هغه ټینګار وکړ چې له تیرو ۳۰ کلونو له واقعیتونو څخه باید درس واخیستل شي وویل: "که چیري موږ منځلاري، د سوداګرو ترمنځ ښه سیمه ییز اتصال، ښه سوداګري، ترانزیټ، اقتصادي همپالنه او ګټور تعامل غوره کړی وای، اوس به موږ په کوم ځای کې وای؟... غواړو چې د هغه سیاست بیه چې د نه همکارۍ او فرصتونه چې د دا ډول کړنو له املو مو له لاسه ورکړي دي، موږ ته وویاست."

عبدالله عبدالله پر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې پاکستان تر دې مخکې په وار وار د افغان سولې ټینګښت په برخه کې ژمنې کړي دي.

په افغان سوله کې د پاکستان رول

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو کې د پاکستان رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې دغه هیواد اوس مهال نه یوازې دا چې د یادو خبرو د موافقتنامې په پای ته رسولو، بلکې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ درېدلو کې هم مهم رول لري.

ښاغلي عبدالله له پاکستاني چارواکو څخه په دې برخه کې مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له افغانستان سره دسولې ټینګښت په برخه کې ګډ ګامونه واخلي.

هغه په قطر کې بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې وویل چې دغه هڅو د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو برخه کې مناسبه زمینه او هیلې پیدا کړي دي او هغوی نه غواړي چې په راتلوونکي کې په افغانستان کې وسله وال فعالیتونه شتون ولري.

د ښاغلي عبدالله په باور پاکستان او افغانستان دواړ له ترویزم سره د مقابلې په برخه کې لوی قربانۍ ورکړي چې په وینا یې اوس مهال اړتیا ده چې تر څو دغه دوه هیوادونه سولې او ښه راتلونکي ته ورسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پخپلې وینا کې وویل چې په افغانستان کې سوله د اسلام اباد لپاره مهمه ده او زیاته یې کړه چې د دغه هیواد مشران باید له رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخلي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه چې ټول اړخونه باید یو سوله ییز، باثباته او بریالي افغانستان لپاره چې د پاکستان هم غوښتنه ده هڅې وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او په وینا یې پاکستان نه غواي چې د هغه هیواد په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

XS
SM
MD
LG