د لاس رسي وړ اتصالات

درې میاشتو کې له ایران څخه نږدې ۲۰۰زره افغان کډوال ستانه شوي


د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته ۱۹۸زره او ۵۲۷ افغان کډوال ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې دغې نړېوالې ادارې په یو بیان کې ویلي چې دا شمېر افغان کډوال د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې راهیسې خپل هېواد ته ستانه شوي.

په بیان کې راغلي، چې یوازې په تېره اونۍ کې ۶۲زره او ۳۴۱ بې‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه ستانه شوي چې د پخوا په پرتله ۱۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي: "په ایران کې د کروناویروس د انتقال له ویرې په یوه اونۍ کې په خپله خوښه د راستنېدو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده".

له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر په هغه هېواد کې د کروناویروس د ناورغۍ له پراخېدو وروسته چټک شوی دی.

د افغانستاند کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري امریکا غږ ته وویل چې په ایران کې د کروناویروس ناروغۍ د خپرېدو له پیل څخه تر اوسه ۱۵۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه وویل: "د هرات ولایت ته زیات راستنېدونکي لرو چې شمېر یې ۱۰۰زرو ته رسېږي او په نیمروز ولایت کې ۵۰زره راستنېدونکي لرو".

ښاغلي باسط زیاته کړه چې اوسمهال یواځې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري او د پاکستان په ګډون له اروپايي هېوادونو سره هم د افغانانو تګ راتګ بند شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور په اساس په ۲۰۲۰ کال کې له پاکستان څخه ۱۸۳۳ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان د کروناویروس د پراخېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک – چمندروازې وتړلې خو تیره اونۍ یې د سپین بولدک لاره یوازې د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانیستله.

XS
SM
MD
LG