د افغانستان د ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي تر اوسه يي پدې مرکز کې دفساد اړوند ۵۵ دوسیې ثبت کړي دي.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشد رسولی وایي په دې دوسیو کې هغه لوړپوړي مقامات هم شامل دي چې ډیر ژر به يي دوسیې د څیړلو لپاره محکمې ته ولیږل شي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه"د مرکز له فعالیت تر دا مهاله له بېلابېلو مراجع شاوخوا ۵۵ دوسیې ورسېدلي چې د درې قضیو په اړه څېړنې بشپړې شوي او محکمې ته سپارل شوي، د ټولو قضیو په تړاو ۳۱ تورن دا مهال بندیان دي او پاتې تورن په ضمانت خوشې شوي دي."
د لویي څارنوالۍ په وینا تراوسه ۳۱ کسان د اداري فساد اړوند قضیو په تور نیول شوي دي او اوسمهال اته نورې دوسيې د څیړلو او ارزولو لاندې دي.
لویه څارنوالي وایي تراوسه د جمهوري ریاست لخوا ورته د اداري فساد اړوند ۱۶ کسانو دوسیې ورلیږل شوي دي چې ټولې يي د غور لاندې نیولي دي.
ښاغلي رسولي زیاتوي چې د دغو یو شمېر نورو قضیو په تړاو دا مهال په مخابراتو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزارتونو او همدارنګه د الکترونیکي تذکرو په اداره کې پلټنې روانې دي.
په تېرو پنځلسو کلونو کې لومړی وار تیره اونۍ په اداري فساد د یوه متهم د قضیې علني محاکمه ترسره شوه.
دا لومړۍ قضیه هم په خپله د لویې څارنوالۍ د یوه تورن جنرال او د نظامي څارنوال وه.
متهم څارنوال په پنځوس زره افغانۍ رشوت اخیستو نیول شوی و.
که څه هم د اداري فساد په وړاندې د سنګینو جرمونو محکمې دا قضیه لومړۍ څېړله، خو د متهم د مدافع وکیل د نه تیاري له امله بلې اوونۍ ته دا محاکمه وځنډېدله، خو مدافع وکیل په خپلو خبرو کې څارنوالي او د اداري فساد د سنګینو جرمونو محکمه وننګوله.
مدافع وکیل وایي"کاشکې ددې محکمې پيل لکه همداسې چې د سنګینو جرمونو محکمه ده، له میلیون ډالري قضیې مو پيل کړی وای، نه د پنځوس زره افغانیو له قضیې. سمه ده چې جنرال دی".
دې محکمې یوه بله قضیه هم په روانه اونۍ کې څېړل شوې ده.
ددې علني محکمې له جریان له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونو هم څارنه کوله. دې بنسټونو ویل چې له اداري فساد سره د مبارزې په عدلي او قضائي مرکز چې شپاړس نورې دوسیې هم شته چې محکمې ته انتظار باسي.
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټه وايي، تمه لري، چې د زورواکو د فساد دوسیې هم وڅېړل شي.
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې مشر ډاکټر یما ترابي وایي"په پنځلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې داسې یو مرکز باید لومړنۍ قضیې تعقیب کړې وای. دا محاکمه سمولیک بعد لري. په افغانستان کې د بخښنې کلتور له منځه وړي".
لویه څارنوالي بیا وايي، چې د اداري فساد نورې قضیې هم شته چې محکمې ته به وړاندې شي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل
"د دې مرکز په څارنوالۍ کې زیاتې قضیې تر تعقیب لاندې دي. هر کله چې تحقیقات بشيړ شي، د اداري فساد په وړاندې د سنګینو جرمونو څارنوالي به خپله قانوني پرېکړه وکړي".
افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد له اړخه درېیم هیواد بلل کیږي. له صومالیا او شمالي کوریا وروسته تر ټولو مفسد هیواد بلل کیږي. ځینې بنسټونه که څه هم د عدلي او قضائي مرکز شتون ګټور بولي، خو دوی د لویو قضیو د څېړنې او د زورور مفسدینو د محاکمې انتظار باسي