د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس: د حماس کړنې د فلسطین د خلکو استازیتوب نکوي


د فلسطین جمهور رئیس د ونزویلا د جمهور رئیس سره په ټیلیفون کې خبرې کړي.
د فلسطین جمهور رئیس د ونزویلا د جمهور رئیس سره په ټیلیفون کې خبرې کړي.

د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس یکشنبه اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) ویلي چې د حماس کړنې د فلسطین د ولس استازیتوب نکوي او د فلسطینیانو آزادۍ سازمانونه (PLO) د ولس یوازینۍ مشروع استازیتوب کوي.

د وفا خبري اژانس ویلي چې ښاغلي عباس دا څرګندونې د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولاس مادورا سره په ټیلیفون کې د خبرو پر مهال کړي.

د ونزویلا د بهرنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې کې چې ددې خبرو په هکله یې خپره کړې ویل شوي چې ښاغلي مدورا د غزې په تړانګې کې وضعیت چې د اسرائیل د بریدونو څخه وروسته پیدا شوی "ناوړه" وباله.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د ونزویلا جمهور رئیس د ښاغلي عباس سره په خبرو کې د فلسطینیانو د ارمان او واک لپاره "د شرط پرته" ملاتړ څرګند کړ او هم یې د فلسطین د ولس سره د ۳۰ ټنو بشري مرستو وړاندیز وکړ چې د اعلامیې له مخې په راتلونکو څو ورځو کې به واستول شي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دواړو مشرانو په سمدستي توګه د اوربند کیدو غوښتنه وکړله، د بشري مرستو لپاره د دهلیز جوړیدل او نړیوالو قوانینو ته بیرته ستنیدو غږ یې وکړ.

په اسرائیل د حماس برید په نتیجه چې د تیرې شنبې په ورځ وشو، څه باندې ۱۴ سوه تنه په اسرائیل کې وژل شوي چې په ځواب کې د اسرائیل پوځ د غزې په تړانګې هوایي بمبارۍ پیل کړې او د تازه معلوماتو له مخې پدې بمباریو کې لږ تر لږه ۲۶۷۰ تنه وژل شوي.

اسرائیل همدرانګه د غزې په شمال کې شاوخوا ۲.۵ ملیون وګړو څخه غوښتي چې جنوب لور ته دې ولاړ شي او لس ګونه زره سرتیري او احتیاطي ځواکونه یې غزې سره نږدې ځای پر ځای کړی او اټکل دا دی چې ښایي په غزې د ځمکې د لارې هم تعرضي عملیات پیل شي.

د فلسطین جمهور رئیس د ونزویلا د جمهور رئیس سره دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په یو شمیر هیوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ خلکو لاریونونه هم کړي.

زرګونو کسانو تیره ورځ اکټوبر ۱۴ د برتانیې د لندن او نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په پلوۍ لاریونونه وکړل.

په برتانیې کې دا مظاهرې داسې مهال شوي چې پولیسو خبرداری ورکړی و چې هغه کسان ښایي ونیول شي چې د حماس سره ملاتړ څرګند کړي.

په لندن کې د مظاهرو د کنټرول لپاره تر ۱۰۰۰ ډیر پولیس ګمارل شوي و چې له یوې خوا په سیمه کې امنیت وساتي او له بلې خوا پرې نږدي چې د فلسطین پلوو مظاهره چیانو او نورو کسانو تر منځ د تشدد کومه پیښه وشي.

د لندن تر څنګ د مانچیسټر په ښار او سکاټلنډ په پایتخت اډینبرګ کې هم مظاهرې شویدي.
په برتانیې کې دا مظاهرې داسې مهال شوي چې په غزې کې د حماس له منځه وړلو لپاره د اسرائیل بریدونو زور اخیستی او لسګونه زره سرتیري یې د دې تړانګې شاوخوا ته استولي او اټکل دا دی چې په غزې به د ځمکې له لارې هم برید وکړي.

خو بل پلو بیا ملګري ملتونه وایي په دومره لږ وخت کې د دې کسانو وتل امکان نلري او "ویجاړونکي" عواقب به ولري.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې عمومي کمیشنر فلیپي لزاریني په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل دا پریکړه به په بې ساري کچې د خلکو د کړاو سبب شي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي همدرانګه ویلي چې د دې پریکړې عملي کیدو له کبله به په غزې کې بشري ناورین چې له وړاندې په "ډارونکي حالت" کې دی لا خراب کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG