د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پولیس د هغه وسله وال لټون کوي چې په خلکو یې ډزې کړې


پولیسو د څو ساعتونو لپاره یوه لویه لار تړلې وه.
پولیسو د څو ساعتونو لپاره یوه لویه لار تړلې وه.

د متحده ایالاتو د کنټکي په ایالت کې پولیسو په سیمه ایز وخت شنبه سپټمبر اوومه ( وږي ۱۷) د شپې ناوخته د یو ټوپک والا پسې لټون پیل کړ چې په لویې لار کې یې په خلکو ډزې وکړې او پنځه تنه یې ټپي کړل.

پیښه د کنټکي ایالت د لندن په ښار کې شویده.

د لندن ښاروال راندال ویدل سیمه ایزو مطبوعاتو ته ویلي چې د ډزو له وجې ګڼ شمیر موټرو ټکر هم کړی چې څو تنه په کې ژوبل شوي دي.

پولیسو له خلکو غوښتي چې سیمې ته دې نه ورځي او ټوپک والا یې خطرناک ښودلی.

چارواکي وایي چې برید کوونکي له ځنګله په موټرو ډزې کړي چې لا یې انګیزه نده معلومه.

ښاروال یوې سیمه ایزې راډیو سره په مرکې کې ویلي داسې ښکاري چې دا ډزې "اټکلي" نه وې او ځینو مطبوعاتو بیا ویلي چې ډزې چې د ددو موټر چلوونکو تر منځ شخړې وروسته ډزې وشوې.

پولیسو برید کوونکی جوسیف کوچ ښودلی چې ۳۲ کاله عمر لري.

د کنټکي ایالتي پولیسو له خلکو غوښتي چې په کورونو کې دننه پاتې شي. د ډزو له کبله د انټرسټیټ-۷۵ لویه لار له دواړو خواوو د څو ساعتونو لپاره بنده وه.

د ډزو دې پیښې څخه یوازې درې ورځې وړاندې د جورجیا ایالت یو ښوونځي کې یو ۱۴ کلن هلک دوه زده کوونکي او دوه ښوونکي په ډزو وویشتل او وې وژل.

پولیسو دا ۱۴ کلن هلک په قتل تورن کړ او پلار یې هم نیولی ځکه چې زوی ته یې ټوپک د تحفې په توګه اخیستی و.
په متحده ایالاتو کې د ټوپک سره تړلې تشدد پیښې ځکه ډیرې کیږي چې د خلکو په نسبت ټوپک ډیر دي.

سره لدې چې په نظر پوښتنو کې داسې معلومیږي چې په امریکا کې ډیر خلک په وسلو د محدودیت لګولو سره جوړ دي خو په عین حال کې د ټوپک ملي اتحادیې په نامه د وسلو حق لرلو یوه قوي لابي ډله، په اساسي قانون کې د ټوپک لرلو حقونه او د وسلو سره د خلکو بې کچې مینه هغه څه دي چې د کانګرس او حکومتونو د هڅو مخه یې ډب کړیده.

کانګرس په ۲۰۲۲ کال کې د وسلو خوندیتوب لایحه منظوره کړه چې په تیرو څو لسیزو کې یې ساری نه درلود. د دې قانون له مخې له هغو کسانو وسلې اخیستل کیدې چې خطر بلل کیدل. خو فعالین د لا ډیرو محدودیتونو غوښتنه کوي.

په همدې کال چې کانګرس دا لایحه منظوره کړه، په متحده ایالاتو کې څه باندې ۴۸ زره کسان په وسلو وژل شوي و.

د متحده ایالاتو د عامې روغتیا خدماتو ادارې مشر په هیواد کې د ټوپک سره د تشدد تړلې پیښې د "عامې روغتیا ناورین" اعلان کړی.

د وسلو لرلو حقونه او وسله وال تشدد د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې مهمې موضوع ګانې وي. د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې پلویان یې د وسلو لرلو حقونو اتل بولي، په جورجیا کې تر ډزو وروسته په ټولنیزو شبکو کې ولیکل چې "زړونه مو د جورجیا د ډزو قربانیانو سره دي".

او د دیموکرات ګوند کاندیدې، کاملا هریس چې یو وخت څارنواله هم وه، د دې پیښې څخه وروسته یې وویل چې کانګرس باید "بالاخره" په وسلو بندیز منظور کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG