د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د مسکو په دپلوماتیکه غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړې


یو افغان دپلومات د نوم د نه اخستلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان او روسیې د دپلوماتیکو اړیکو په سلمه کلیزه کې د ګدون په موخه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا طالبانو ته هم بلنه وکړل شوې ده.

خو دغه منبع وایي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت طالبان د یو نهضت په نامه وربللي دي نه د (امارت) د استازو په توګه، ځکه چې روسیه د (طالبانو امارت) په رسمیت نه پیژني.

منبع وایې تر اوسه د غونډې اجنډا نه ده اعلان شوې، خو ویل کیږي چې په دې غونډه کې د حامد کرزي، کریم خلیلي، محمد محقق، فوزیه کوفي، وحیدالله سباوون، حکمت کرزي او حنیف اتمر په ګدون شاو خوا ۳۰ افغان سیاستوال برخه اخلي.

افغان دپلومات دا هم وایي چې دا غونده که څه هم د دپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د لمانځلو تر عنوان لاندې جوړیږي، خو د دې احتمال شته چې سیاسي بحثونه هم په کې وشي. د هغه په وینا افغان چارواکې به په مستقیمه توګه د طالبانو سره خبرې ونکړي.

افغان حکومت تر دې دمه په څرګنده د مسکو په غونډه کې د طالبانو د ګدون په هکله څه ندي ویلي، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د خپلو هغو استازو نومونه خپاره کړي دي چې په خبره یې په دغې غونډې که ګډون کوي.

طالبانو ویلي چې د مۍ په ۲۸ به د ملا عبدالغني برادر، شیر محمد عباس ستانکزي او یو شمیر نورو طالبانو په ګدون یو پلاوې د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.

په همدې حال کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر پدې نظر دی چې دا غونډه به په آینده کې د افغانستان پر اړیکو منفي تاثیر وکړي. هغه وایي "زه ډیر حیران یم چې د روسیې نوی سیاست غیر مترقبه دی چې د افغانستان دولت څنډې ته کوي او د دولت له سیاسي مخالفینو او د اوسني سیاسي حاکمیت له وسله والو مخالفانو سره ښه او دوستانه اړیکې ټینگوي".

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او روسیې د دپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د لمانځلو په مقصد د اپریل په ۲۹ په مسکو کې د افغانستان سفارت له خوا یو علمی کنفرانس جوړ شوې و چې پوهانو او ختیځ پیژندونکو په کې گډون کړی و او د افغانستان او روسیې د اړیکو په ارتباط په کې شا او خوا ۳۰ علمي مقالې لوستل شوې وې.

تر دې دمخه مسکو د "بین الافغاني مذاکراتو" په نامه یو کنفرانس کوربه و چې د طالبانو استازو او افغان سیاستوالو په کې برخه اخیستې وه. خو افغان حکومت دې غونډې ته رسمي استازی نه و استولی.

XS
SM
MD
LG