د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو یوې افغانې فعالې په امریکا کې د 'غوره مبارزې' جایزه وګټله


افغان مېرمن، کرستال بیات په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د خپلې مبارزې په خاطر د امریکا په یوتا ایالت کې د "غوره مبارزې" جایزه ګټلې ده.

هغې ته دا جایزه د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) د امریکا د یوتا ایالت په پارلمان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ددغه ایالت د لوی څارنوال "شان رییس" لخوا ورکړل شوه.

مېرمن بیات په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړې بلل شوې او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یې د ښځو او ماشومانو د حقونو دپاره په کابل کې په لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

بیات چې اوس په یوتا کې ژوند کوي، ددغه ایالت له مشرانو مننه وکړه چې لا هم د افغانستان د ازادۍ په اړه فکر کوي او دا موضوع یې ژوندۍ ساتلې ده.

د یوتا ایالت لوی څارنوال په خبري کنفرانس کې وویل چې کله چې پوه شو چې د بیات ژوند په خطر کې دی، نو له افغانستان څخه یې د نوموړې د ایستلو دپاره هلې ځلې وکړې.

XS
SM
MD
LG