د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سفیر عاطف مشعل بیرته اسلام اباد ته ستون شو


افغان سفیر دا اونۍ د سه شنبې په ورځ کابل ته غوښتل شوی وو.
افغان سفیر دا اونۍ د سه شنبې په ورځ کابل ته غوښتل شوی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې افغان سفیر، چې د یو موقت افغان حکومت د جوړیدو په اړه د صدراعظم عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې کابل ته غوښتل شوی وو، نن د پنجشنبې په ورځ (وري ۸مه) د دغو څرګندونو په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپیناوي وروسته بیرته خپل ماموریت ته ستون شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د خپل ټویټر په پاڼه اسلام اباد ته د سفیر شکرالله عاطف مشعل ستنیدل تائید کړي دي.

ښاغلي احمدي ویلي " د دې وروسته، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وضاحت خپور کړ او صدراعظم عمران خان د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه د خپلو پخوانیو څرګندونو او بحث څخه په شا شو د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د سفیر عاطف مشعل د ستنیدلو او خپل کار ته د دوام ورکولو پریکړه وکړه".

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ( وري ۵ مه) په اسلام اباد کې د خبریالانو سره په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسیدلو لپاره د موقت حکومت د جوړیدل د یو ښه حل په توګه مطرح کړي وو، چې د افغان حکومت تند غبرګون یې را وپاروه.

افغان حکومت د صدراعظم عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال هم د بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی وو.

د دغو غبرګونونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې رسنیو د صدراعظم عمران خان له څرګندونو ناسم تعیبر اخیستی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د عمران خان څرګندونې په پاکستان کې د ټاکنو پر مهال د جوړ شوي موقت حکومت په هکله وې او په کار نه دي، چې د هغه دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله تعبیر شي.

عمران خان دا څرګندونې د افغان حکومت د تند غبرګون سربیره د افغانستان په دننه او بهر کې هم پراخه غبرګونونه راوپارول.

په کابل کې د امریکا د سفیر جان باس او د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون اکثرو سیاسیونو او مدني فعالینو د هغه دا څرګندونې ناسمې وبللې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان له دغو څرګندونو وړاندې هم په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو په هکله خبرې کړې وې، چې د افغان حکومت د تند غبرګون سره مخ شوې وې.

XS
SM
MD
LG