د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د یوې بلې فعالې د نیولو په اړه اندیښنې


د افغان معترضو ښځو د غورځنګ په ګډون د بشري حقونو ځینو نړیوالو ادارو د طالبانو له خوا په کابل کې د ښځو د حقونو د یوې فعالې پریسا ازاده په نیولو اندیښنه ښودلې ده.

د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ مشره شمایل توانا ناصري وايي چې طالبانو پریسا ازاده د چهارشنبې په ورځ نومیر ۱۵ (لړم ۲۴) د کابل په لویدیځه خوا د دشت برچي په سیمه کې نیولې او یو نامعلوم ځای ته یې انتقال کړې ده.

میرمن ناصري وویل: "تراوسه پورې مونږ د هغې د برخلیک په اړه هیڅ ډول معلومات نلرو، هیله لرو چې ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه به زمونږ د مبارزې او فعالې میرمنې د خلاصولو لپاره هڅې وکړي ترڅو هرڅومره ژر چې کیږي د طالبانو له بند څخه راخوشې شي".

د معترضو ښځو ددغې فعالې د وینا له مخې طالبانو ته د دوی پیغام دادی چې هیڅکله د ویرې اچولو، وژلو، شکنجه او ښځو په نیولو او بندي کولو سره د ښځو د عدالت غوښتنی غږ نشي چوپولی.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د چارو څیړونکې میرمن فرشته عباسي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو له خوا د میرمن ازاده د نیولو په اړه په خپرو شویو راپورونو اندیښنه ښودلې ده.

میرمن عباسي ویلي: "هغه باید په فوري ډول خوشې شي. طالبان باید په خپلسر نیولو ته د پای ټکی کیږدي او ددغسې نیولو په برخه کې خپل ځواکونه ځواب ویلو ته چمتو کړي".

د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له خوا په خپلسر د پریسا زاده د نیولو په اړه په خپرو شویو راپورونو باندې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

ددې سربیره د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ او د افغانستان ځواکمنو ښځو غورځنګ هم په جلا جلا خبرپاڼو کې د طالبانو له خوا د میرمن ازاده نیول د بشري حقونو او د بیان ازادۍ څخه څرګنده سرغړونه بللی او د طالبانو دا اقدام یې د خلکو د غږ د چپولو یوه بله هڅه ګڼلې ده.

د افغانستان ځواکمنو ښځو غورځنګ په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې همدا اوس ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو په بند کې دي او په اړه یې هیڅ معلومات نشته دی.

دغه غورځنګ هم د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې افغان میرمنې دې ځانته پرې نه ږدي او د طالبانو په بند کې د پرتو ښځینه فعالانو د خلاصولو لپاره دې عملي او جدي اقدامات وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پریسا ازاده د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه یې د یو شمیر معترضو ښځو نیول تائید کړي و.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته افغانستان کې واک ته د رسیدلو سره سم د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې په پوهنتونونو کې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.

د دې سربیره د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی دی. همداشان طالبانو پر ښځو له کور بهر د اوږدو سفرونو پر مهال د محرم شرط او هم د کور بهر د حجاب اغوستلو شرطونه هم ایښي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا چلند د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض ته ورته چلند بللی او د طالبانو یې غوښتي چې د ښځو پر وړاندې دې ددغه چلند څخه لاس واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG