د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو غور او غزني کې د طالبانو زندانونه مات کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه یې په غور او غزني ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۱۹ زندانیان خوشي کړي دي.

دفاع وزارت نن سې شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې خوشي شوو بندیانو کې افغان سرتېري او ملکي وګړي شامل دي.

بیان وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو ۹ تنه زندانیان د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په سرخ بلاغ سیمه کې او ۹ تنه نور یې د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه خوشي کړي دي.

بیان وايي، چې د ګیرو ولسوالۍ له زندان څخه په خوشي شوو کسانو کې پنځه تنه افغان سرتېري او څلور ملکي وګړي شامل دي.

د یادونې وړ ده چې افغان سرتېرو تېره اونۍ په زابل او هلمند ولایتونو کې هم ګڼ شمېر زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه ژغورلي دي.

څه موده مخکې یوناما په یو راپور کې د طالبانو په زندانونو کې له بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو تر دا مهاله په غور او غزني کې د دوی له زندانه د خوشي شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG