د لاس رسي وړ اتصالات

ملي‌ امنیت هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۲ملکي وګړي ازاد کړي


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۱۲ افغان ملکي‌ وګړي‌ ازاد کړي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست د شنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۵مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد کسان یې تېره شپه د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال خوشي کړي دي.

بیان وايي چې یاد کسان د ملا جبار په نوم د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په زندان کې ساتل کېدل.

ملي امنیت ویلي چې د دغه عملیاتو پرمهال یو کړۍ ماین، یو شمېر تبلیغاتي پاڼې او یو شمېر نور وسائل هم د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي دي.​

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی

هلمند کې د طالبانو له زندان ۶۷ افغان سرتیري ازاد شوي

د افغانستان د ملي‌ امنیت ځواکونو د روان کال په لېندۍ میاشت کې هم په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۱۱ تنه افغان سرتېري ازاد کړي و.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG