د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له منګولو لسګونه یرغمل شوي ملکیان ژغورل شوي- چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په ارزګان کې چارواکي وايي چې ۹۳ یرغمل شوي ملکيان یې له وسله والو طالبانو څخه ژغورلي دي.

د جمعې په ورځ د ترینکوټ ښار په جنوب اته کيلو مترۍ کې د «باخود» غره په لمن کې سلګونه مېله وال په تفریح بوخت وو چې وسله والو طالبانو پرې برید کړی او ټول يې له ځان سره یرغمل کړي وو.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي چې د دغو مېله والو د ژغورلو عملیات ځانګړو ځواکونو وکړل چې د شپې پر لسو بجو پای ته ورسېد او ټول یرغمل شوي یې د طالبانو له بنده ازاد کړل.

تر دا مهاله د یادو کسانو د نیول کېدو انګېزه معلومه نه ده.

نوموړي وويل "په دغو عملیاتو کې درې وسله وال طالبان او یو هم د افغان ځانګړو ځواکونو سرتیری وژل شوی او یو یرغمل شوی ټپي شوی دی چې اوس په روغتون کې دی. نور ټول خپلو کورونو ته رسېدلي."

بلخوا د ارزګان په ګاونډ د دایکندي ولایت د کجران په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه لس امنیتي سرتیري په تېښته بریالي شوي او ځانونه يې امنیتي مرکزونو ته رسولي دي.

ښاغلی عبادي وویل چې کجران د دایکندي ولایت مربوط ده او په تښتېدلیو کسانو کې شپږ پوليس، دوه د ملي امنیت او دوه هم د ملي اردو سرتیري شامل دي چې د امنیتي قواوو مرکزونو ته یې ځانونه رسولي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دې دواړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG