د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت وايي هلمند کې د طالبانو له زندانه یې ۲۸ بندیان ازاد کړي


موسی کلا د هلمند په شمال کې د وسله والو طالبانو مهم مرکز بلل کیږي چې له تیرو څو کلونو راهیسې حکومتي قواووي پکښې حضور نلري.
موسی کلا د هلمند په شمال کې د وسله والو طالبانو مهم مرکز بلل کیږي چې له تیرو څو کلونو راهیسې حکومتي قواووي پکښې حضور نلري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او لسګونه زندانیان يې ازاد کړي.

یاد وزارت نن سه شنبه اپرېل ۲۰ (وري ۳۱) ویلي چې پر یاد زندان د کمانډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د زندان شپږ ساتونکي وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسئول جګړن عبدالقدیر بهادر زوی امریکا غږ ته وويل چې د وسله والو طالبانو دا زندان په موسی کلا ولسوالۍ کې و.

ده وويل: "د پوځ ځانګړو ځواکونو په موسی کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر زندان عملیات تېره شپه تر سره کړه چې په ترڅ کې يې ۲۸ تنه زندانیان ورڅخه را خوشي شوي او ۶ تنه هغه وسله وال طالبان چې د زندان ساتنه يې کول د عملیاتو پر مهال د جګړې په ترڅ کې وژل شوي ټول خوشي شوي زندانیان نظامي مرکز ته لېږدول شوي چي تر لومړنیو پوښتنو وروسته به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي."

موسی کلا د هلمند په شمال کې د وسله والو طالبانو مهم مرکز بلل کیږي چې له تیرو څو کلونو راهیسې حکومتي قواووي پکښې حضور نلري.

تر دې دوې ورځې مخکې هم د میوند قول اردو ځانګړو ځواکونو د هلمند په ګاونډ نیمروز ولایت کې د وسله والو طالبانو له یو زندان څخه د ۱۷ امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۰ زندانیان خوشي کړي وو.

بلي خوا ته د میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې تیره ورځ يې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د القاعده د پنځو غړو په ګډون ۱۳ وسله وال وژلي.

د نوموړي قول اردو ویاند زیاتوي چې د القاعده یاد پنځه غړي د پاکستان د پنجاب اوسیدونکي او د ماینونو د جوړیدو ماهیرین وو چې تازه هلمند ته راغلي وو.

دی وايي چې یاد کسان په هوايي بریدونو کې په نښه شوي.

سرچینه زیاتوي چي پنځه واړه کسان د (هند شبه جزېرې) لپاره د القاعده غړي وو.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند د وروستیو پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG