د لاس رسي وړ اتصالات

د سارک په هنري فیستیوال کې د افغان انځورګر هنري آثار


د سارک سازمان د ادبیاتو او هنر فیستوال
د سارک سازمان د ادبیاتو او هنر فیستوال

د هند په پلازمینه نوې ډهلې کې د اکټوبر میاشتې له څلورمې تر اوومې نیټې پورې د سارک یا د سهیل لویدیځې آسیا د همکاریو سازمان د ادبیاتو او هنري آثارو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

په دې نندارتون کې د سارک سازمان د غړو هیوادونو هنرمندانو خپل مختلف هنري آثار نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان څخه هم په دې فیستیوال کې افغان انځورګر او هنرمند اومان نیازي د خپلو هنري آثارو سره اشتراک کړی دی.

د اومان نیازي هنري اثرونه
د اومان نیازي هنري اثرونه

اومان نیازي امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل، په دې نندارتون کې یې خپل ۲۳ هنري اثره نندارې ته ایښي دي.

نوموړی ځانګړی هنري سبک لري او د غنمو له پلالې ( ډنډر) څخه د افغانستان د وتلو څیرو تاریخي محلاتو او طبعیت انځورونه جوړوي.

د غازي امان الله خان انځور شوې څیره
د غازي امان الله خان انځور شوې څیره

ښاغلی نیازی وايی دده له هنري آثارو څخه د سارک د ادبیاتو او هنر په نندارتون کې تود هرکلی شوی دی. نوموړي وايي اوسمهال خبرې د سیاست، ورزش او هنر له لارې کیږي.

XS
SM
MD
LG