د لاس رسي وړ اتصالات

افغان هنرمندان له طالبانو د دندو غوښتنه کوي؛ طالبان وايي ترنم دې وکړي


په افغانستان کې یو شمېر هنرمندان وايي د خپل هنر له لارې یې خپلو کورنیو ته نفقه ګټله خو د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته پر موسیقۍ بندیز یې ژوند سخت کړی دی.

طالبانو په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نورو محدودیتونو تر څنګ په رسنیو، ودونو او نورو محفلونو کې پر موسیقۍ هم بندیزونه لګېدلي دي.

افغان هنرمند مبین وصال پر موسیقۍ تر بندیز وروسته د سختو اقتصادي ستونزو خبره کوي او له طالبانو غواړي چې افغان هنرمندانو ته د مناسب بدیل کار زمینه برابره کړي.

هغه وايي: "د هنرمندانو ژوند داسي دی... له دوه کلونو راهیسي موسیقي بنده ده او د ژوند هم چنداني مزه نشته ځکه هنرمندان چي څه ګټي په هغه وخت یې خوري."

ښاغلی وصال د لسو اولادونو پلار او د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري. نوموړی وايي چې محدودیتونه به ومني خو طالب چارواکي یې باید د روزګار غم وخوري.

هغه زیاتوي: "دې هنرمندانو ته که هنر نه وي، نوري لارې دې ورته ولټوي. د دندې زمینه دې ورته برابره شي. دا د هنرمندانو حق جوړیږي او بل دا خلک خو هم ددې وطن وګړي دي. له بل ځای نه خو ندي راغلي. دوی [طالبانو] ته پکار ده چې د کار ستونزه یې ور حل کړي."

طالبان موسیقي د شریعت خلاف او د ټولني لپاره یې ښه نه ګڼي. د طالبانو د اطلاعات و کلتور وزارت نشراتي معین مولوی مهاجر فراهي وايي چې هنرمندان کولای شي د نورو افغانانو په څېر ځانونو ته روزګار پیدا کړي او یا دې د طالبانو د ترنم کمیسون کې غړیتوب واخلي او له موسیقۍ پرته د ترانو په ویلو دې پیل وکړي.

هغه وايي: "زموږ د ترنم ریاست دی چې بیلابېل ریاستونه لري او هغوی کوښښ کوي چې ځوانان پداسي طریقه وروزي چې هغه شرعآ هم جایز وي. موسیقي یوازي او یوازي دا نده چې د ساز و سرود سره وویل سي موږ کوښښ کوو چې دوئ ته د کار زمینه برابره کړو."

د افغانستان ځیني ټولنیز فعالان له موسیقۍ پرته ټولنه نېمګړې ګڼي. فرهنګي فعاله زهرا رجبي وايي، پر موسیقۍ د بندیزونو په پایله کې له وطن څخه د هنرمندانو کډوالي "په واقعي مانا د مغزونو تېښتې ته زمینه برابرول دي."

په تېر حکومت کې، هنرمندانو د موسیقۍ د پروګرامونو څخه عاید ترلاسه کاوه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هنرمندانو ته د نقدي ډالیو او ستاینلیکونو ورکولو ترڅنګ د بې وسه هنرمندانو لاس نیوی کاوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG