د لاس رسي وړ اتصالات

هوتک د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې د پولیسو سفیر شو


د ازادو رزمي سیالو یا فري فایټ افغان لوبغاړی، احمد ولي هوتک د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لورې د مخدره توکیو پر ضد مبارزه کې د پولیسو د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۴ (مرغومي ۴) په یوې خبري غونډه کې پدې اړه وویل چې د مخدره توکیو پر وړاندې مبارزه کې د پولیسو د سفیر په توګه د یو ځوان ورزشکار ټاکل کیدل د مخدره توکیو د زیانونو په اړه د پوهاوي او ددې پدیدې سره د مبارزې لپاره یو نیک ګام دی.

ښاغلي هوتک د فیسبوک په پاڼه په یو پیغام کې له خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو وغوښتل چې له مخدراتو ځان لرې وساتي او ورزش ته مخه کړي.

د ورکړل شویو شمیرو له مخې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳.۵میلیون کسان په نشه یي توکو روږدي دي، چې ډیری یې ځوانان دي.

د افغانستان د حکومت د شمیرو له مخې پدې هیواد کې ۱۹فیصده روږدي کسان ښځې او ماشومان دي.

دا پداسې حال کې دي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د اپین د سترو تولیدونکو څخه دی.

XS
SM
MD
LG